د امريکا خارجه وزيره هيلري کلنټن په کلفورنيا کي خبريالانو ته وويل د اېران په هکله د امريکا، برتانيې، فرانسې، المان او چين هيوادونو د استازو يوه غونډه جوړېږي چي پر اېران باندي د نويويو بنديزونو پر لګولو غور وکړي.
په دغه غونډه کي چي روانه هفته په نيويارک کي جوړېږي د روسيې استازى ګډون نه لري.
تر دې دمخه هيلري کلنټن ويلي وو امريکا پر اېران باندي د دغسي بنديزونو پر لګولو غور کوي، چي حکومت يې کمزورى خو عوامو ته زيان ونه رسېږي.