کور / راپور / د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د ۶۹ اوونيزې غونډې رپوټ

د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د ۶۹ اوونيزې غونډې رپوټ

اوس پکې د وخت د سوداګرو څه خرڅېږي نه
ژوند مو د هنر او د جذبو دنيا ته راوړلو
اوس پکې چوپتيا د بېوسۍ محسوسېدی نه شي
ژوند مو د سندرو او نغمو دنيا ته راوړلو
( حسينه ګل)

د مېرمن بهير يوه بله اونيزه غونډه د روان کال د مرغومې په دولسمه نېټه کابل کې د پوهنې وزارت په لوی تالار کې جوړه شوه .غونډه چې د آغلې ستورۍ معارج ستانکزۍ له خوا پرمخ بېلول کېده ، منشي يې جميله ساپۍ او مشران مېلمانه يې خوږ ژبی شاعر ښاغلی بشير ګواښ او مېرمن آغلې ملالۍ بشير وو.
غونډه د آغلې حسينه ګل د ( له مانه مه بېلېږه) کتاب مخکتنې ته ځانګړې شوې وه ، د غونډې په اخېر کې ازاده مشاعره هم وشوه.
کره کتنه د ستورۍ معارج له خوا د حسينه ګل ددې بيتونو په ويلو پيل شوه :
ماښامونه ستا په نوم دي
سحرونه ستا په نوم دي
مازديګر مې تاله خوښ دی
ټول وختونه ستا له پاره
وايه!
کوم يو وخت دې خوښ دی؟
کوم يو وخت پرتا پېرزو کړم؟
په پيل کې د حسينه ګل لنډه بيوګرافي د برېښنا ساپۍ له خوا ولوستل شوه ورپسې طوبی ندا ساپۍ ( د حسينه ګل شعر که د ښځينه احساساتو هېنداره) تر سرليک لاندې خپله مقاله وړاندې کړه ، د مقالې په يوه برخه کې راغلي وو:
((کله چې مې لومړی د دې کتاب لوستل پيل کړل نو د هر شعر په لوستو به راسره د هغه شعر سره د يو ډول نېږدې اړيکو د درلودلو احساس پيدا شو ان تر دې چې کله به يوه شعر دومره زما د رېښتينو احساساتو ترجماني وکړه چې د يوې شېبې لپاره به ما هېر کړل چې دا شعر زما نه بلکې د حسينه ګل دی . زه نه پوهېدم چې زما او د دې شعرونو تر منځ څنګه رشته ده؟ ولې زه د دې شعرونو له لوستلو نه دومره خوند اخلم ؟ او ولې يو تربله راته ډېر نېږدې ښکاري؟ خو وروسته مې دا راز ومونده او ورسره پردې مې هم باور پيدا شو چې دا يوازې زه نه يم چې د حسينه ګل د شعر په لوستو راته له دې شعرونو سره د خپلولۍ يو ډول احساس پيدا کېږي بلکې هره ښځه که دا شعر ولولي نو دېته ورته احساس به خامخا ورته پيدا کېږي دا ځکه چې حسينه ګل په خپلو شعرونو کې په تمامه معنی رېښتينې ښځينه احساسات او دردونه بيان کړي دي، هغه دردونه چې په طبيعي توګه د هرې ښځې په ژوند کې شته دي خو خبره دا ده چې ځينې يې د څرګندولو جرات لري او له ځينو بيا دا جرات اخيستل شوی دی)).
ورپسې سولې نيازۍ د حسينه ګل په شعرونو کې د انځورګرۍ په اړه مقاله ولوسته. هغې د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل : د حسينه ګل د شعرونو انځوريزه برخه ډېره قوي ده .د هغې د شعرونو په لوستو سره د لوستونکي سترګو ته يو انځور درېږي او په هر شعر کې يې يو حقيقت او احساس له ورايه ليدل کېږي.
صالحې سروري د حسينه ګل د کتاب د ژبې په اړه لنډې خبرې وکړې. هغې د حسينه ګل د شعرونو ژبه ساده او روانه وبلله خو په ځينو ځايونو کې د قافيې او د ياګانو ستونزې يادې کړې. ښاغلي ګواښ د آغلې صالحې د خبرو په ارتباط او د لر او برو پښتنولهجو ته په اشارې سره وويل چې د دواړو غاړو د پښتنو لهجه او تلفظ سره توپير لري او ډېری داسې کلمات شته چې په شعر کې يې موږ يو ډول او هغوی يې بل ډول تلفظوي نو ځکه کله چې موږ د هغې غاړې د شاعرانو شعرونه لولو نو کله داسې راته ښکاري چې قافيې يې سمې نه دي انتخاب شوي.
آغلې تورپېکۍ مومند دسیده حسینه ګل دشعرونو په اړه دخپلې مقالې په یوه برخه کې وويل : حسينه ګل يوه باجراته او د لوړ همت خاونده شاعره ده چې حقايق يې په رېښتينې توګه په خپلو شعرونو کې بيان کړي دي.
آغلې پاريسه خزان په اړونده برخه کې وويل : ښځينه عواطف، واقعيتونه او په پښتنې ټولنه کې د ښځو محروميتونه هغه څه دي چې حسينه ګل په خپلو شعرونو کې په ښه توګه بيان کړي دي. آغلې خزان د حسينه ګل د ( لور) په نامه نظم ته په اشارې سره وويل : دې شعر کې شاعرې په ډېره ښه توګه په يوې کورنۍ کې د لور او د زوی په وړاندې د شته وو فرقونو يادونه کوي چې څنګه کورنۍ زوی ته د قدر په سترګه ګوري او لور له کوچنيوالي نه حقيره او محرومه وي.
اغلې ساهرې شريف خوښي څرګنده کړه چې نن د دې موقع راغلې چې خويندې کولی شي پخپله د يوې خور پر اثر باندې خبرې وکړي . هغه رنګه چې يوه ښځه د يوې بلې ښځې احساسات په ښه توګه درک کولی شي او خبرې ورباندې کولی شي ، نارينه يې نه شي کولی.
ورپسې لیکوال او شاعر علم ګل سحر دسیده حسینه ګل دشعرونو په اړه خبرې وکړې او دمخکتنې په دې غونډه کې یې دخویندو له خوا داورول شویومقالو او علمي نظرونو په اړه خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې دداسې غونډو په جوړولو ټینګار وکړ.
د مخکتنې اخېره برخه کې د اوږۍ امېل له خوا د حسينه ګل يو غزل او د( ډايرې )تر سرليک لاندې يو نظم شول اوبصیري حمیدي دحسینه ګل یو خوږ غزل دیکلمه کړولوستل .
د غونډې دوهمه برخه د مشاعرې وه . دې برخه کې ګل مينې يوسفزۍ ، بصيرې، سوله نيازۍ، ندا ساپۍ، نعيمې غني، برېښنا ساپۍ، پاريسه خزان ،رڼا، ستورۍ معارج ،راحلې نوري،ښکلا،جمیلې ،لیلما حامد،ګلالۍ عمرخیلې،اوږۍ امیل، بشير ګواښ او په ټليفون کې له غزني نه آغلې شپنې شپېلۍ خپل شعرونه ولوستل.
مشاعرې پسې د پچې په اساس ګل مينه يوسفزۍ او تورپېکۍ مومند د اونۍ نېکمرغه نجونې انتخاب شوې او ورته د ښاغلي ګواښ شعري ټولګه او د بهير له خوا په پام کې نيول شوې ډالۍ ورکړل شوې.همداراز د فرحت قاضي د( ګونګۍ څه وايې) په نوم کتاب، د محب زغم د (ځانمرګي) په نوم ناول ، د نعيمې غني (هغه د بابا خبره) په نوم نوی چاپ شوی کتاب او دعزیزۍ افغاني د روښانیانو دوره کتاب په ګډونوالو باندې ووېشل شوې او همدارنګه د ((هريرود )) مجلهې نوې ګڼه چې په کابل کې ددغې مجلې استازې تکړه شاعر،لیکوال او ژورنالست امینزي صاحب له خوا دمیرمن بهیر غړو ته ډالۍ شوې.دغه راز په غونډه کې د میرمن شریف دخسر او دهیواد دستر عالم او وطندوست شخصیت پروفیسور ډاکټر اشرف غني احمدزي دارواښادې مور روح ته د دعا لاسونه پورته شول.
د راتلونکي لپاره وپتېيل شوه چې په جرمني کې د مېرمن بهير د غړې اناهيتا روهي د (آسمان او ځمکې) په نوم کتاب او د نعيمې غني د( هغه باباخبره) په نوم کتاب باندې به هم د مخکتنې غونډې جوړېږي خو د بهير د راتلونکې اونۍ غونډه کې به د نعيمې غني په شعر کره کتنه کیږي اوږۍ امیل به دفلسفې په اړه چمتو شوی لکچر دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کوي او راحله نوري به د ډاکټر زغم د ځانمرګي کتاب په اړه خبرې کوي. دغه راز دوو خصوصي پوهنتونونو ته دمیرمن بهیر دغړو دورپیژندلو په اړه هم خبرې وشوې.غونډه د مازديګر په څلورو بجو دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېده.

دا فاصلې هم ښې دي
چې رانه لرې يې بې شانه دې نېږدې ګڼمه
خو
دا وصل او قربت به څه وي
چې رانېږدې شې نو اشنا لرې شې
( حسينه ګل)