کور / تازه خبرونه / هرات : ددوو ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې

هرات : ددوو ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې

نن دروان كال دمرغومې دمياشتي په ۲۰ مه، دهرات ولايت دغوريانو په ولسوالي كى دنسوان قلعه جوهر او ذكور قلعه جوهر د منځنېو ښوونځيو نوى ودانې دنوموړی ولايت دپوهنې رياست دمسوولينو لخوا په داسى حال كى چى دسيمى قومى مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپټى په پريكولو سره پرانيستل شوى.

د نوموړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی د ۸ مليونو دوه سوه زرو افغانيو په مجموعى لګښت دپوهنې وزارت دپرمختيايي بودجى څخه د ۸ مياشتو په موده كى دساحل ممتاز ساختماني شركت لخوا جوړى شوى، چی د هريو ښوونځى ودانۍ ۸ درسی ټولګى، ۴ ادارى خونى، داحاطى ديوال، ۵ تشنابه، دابو څښكلو څاه او نور ضروري ملحقات لری.

ياده دى وى چى ديادشويو ښوونځيو دتعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيو وزده كوونكو ستونزه د درسى ټولګيو دنشت والى له امله ليرى شى.