افغانستان د جغرافیې له نظره په داسې ځای کښې شتون لری چی د خورا زیات اهمیت له لورې د نړۍ دبام په نوم یادیږی ځکه خو له پخوا راهیسې بیلابیلو ښکیلاکونوڅوڅو واری پری یرغل کړی او ددې خاورې د تسخیرولو بشپړ ګامونه یې اوچت کړی هرچا خپلی هڅې کړی چی دې ملت ته د غلامۍ رسۍ ور په غاړه کړی اوپه دې توګه وکولای شی څو له یوې خوا د هند ګرمو اوبو ته چې د اقتصاد له نظره زښت ډیر اهمیت لری ځان ورسوی او له بلې خوا کولای شی یواځی له هم دغه ځایه په ټوله نړۍ حکمرانی وکړی، په دغو یرغلګروکښې ډیر لوی او زورور امپراطوران هم شامل دی چی دخپل وخت په جهانګیرانو مشهور وؤ خو له دې سره سره په دې خاوره کښې د خپل آرمان سره یوځای نیست او نابود شوی دی .
د افغانستان خلک به دغه هر یرغل ته وار په وار یوځای پرته له دې چی کوم ملیت یا قومیت او یا یې هم کمه ځانګړې ګټه په پام کې نیولې وی او دریده او مټه په مټه به یې دخپل دښمن مخه نیوله،په خورا شوق او مینې سره به په اتڼونو اوملی ترانو دسنګر په لوری روان شول دمرګ نه یې هیڅ وېره نه درلوده هیڅ ډول مالی او ځانی زیانونو ددوی همت نه شو ټیټولۍ او تل به په سنګر کښې لکه د زمری په شان ددښمن مخې ته ولاړ وه او دټاټوبی په ساتنه کښې به یې خپله سینه دسپر په توګه کاروله ددوی په زړونو کښې یو هدف وو چې هغه د خپلې خاورې ژغورنه او په هغې کښې اسلامی قانون نافذول وه هماغه مېړانه او غیرت به دوی ته بری ګرځېده او کله به چې له سنګره راستانه شول یو ځای به د خپل ملی بیرغ تر سیوری لاندې د الهی قانون اود محمدی شریعت په رڼا کښې راټولېدل او د هېواد په بیا رغونه به یې لاس پورې کاوه دټول هېواد مشران به په لویه جرګه کښې راغونډشول او دټولو هېوادوالو په خوښه به د هېواد د چارو واګې پرته له دې چې کوم نسلی یا قومی اړخ په پام کښې نیول شوای وی یو اړوند او باکفایته شخصیت ته ورکول کېدې چې ژوندی مثالونه یې د میرویس نیکه(کال۱۱۱۹)او د احمدشاه بابا(کال۱۱۶۰) ټاکنې دی .
باید په ډاګه شی چې هغه وخت افغانستان په نړۍ کی یوځانګړۍ حیثیت درلود او د خپل عصر په هر ډول سیالیو سنبال وؤ ، دهغوی سر ه کوم جادویی څراغ نه ؤ او نه هم دهغه وخت افغانان د کومې بلې نړۍ مخلوق ؤ بلکه هغوی پر خپل دریز ټینګ ولاړ ؤ دهغوی د بریالیتوب راز د چانه پټ ندې بلکې د سپین لمر په شان روښانه او ښکاره ده یعنې د هغوی یواځینۍ وسله چې هغو ته یې د هر میدان اتلولی ور په نصیب کړې وه هغه ددوی ملی یووالۍ،ورورولی، پښتنۍ غیرت، ایمانی ډاډاو قوت ….. د افغانستان وګړو اسلامی او افغانی غیرت اوخپلواکۍ ته سپکاوۍ نشو زغملای او خپل کور، ځان،مال، آل، آرمانونه او خوبونه یې تر خپلې خاورې او خپلو خلکو ځار او قربان کړی وه ځکه خو هیچا هم ورته په سپکه سترګه نشوکتلای .
نن که څه هم د تاریخ څپه بدله شوې مګر د افغانستان خاوره هماغه زړه خاوره ده د افغانانانو وېنې هم ندی بدلې شوی نو بیا ولې نن هاغه د غیرتونو کوټ د نړۍ د بیوزلواو ناچارو هیوادونو په لست کښې شامل شوۍ دا سوال پیدا کیږی چې ولې نن د افغانستان مظلوم ملت د دومره لویو کړاوونو سره لاس او ګریوان دې او د یوویشتمې پیړۍ په آسانتیاوو کې هم دۍ له دې هر څه محروم پاته دۍاو ورځپه ورځ دد ه د ژوند رنګین ګل له ډیرې تندې مړاوې کیږی او له ډیرې بې دردۍ سره پاشل کیږی، له لږ غور او فکر وروسته به څرګنده شی چې د افغان اولس ددې نیمګړنیا بنیادی علت ددوی خپله بیغمی او خپل واک بل ته سپارل دی نن افغان خپل ځان هېر کړې د خپلو نیکونو توره یې ورکه کړې ځکه خو دی د نړۍ په هره لوېشت کې رټل کیږی هر څوک یې په بیلابیلو طریقو چوروی دده هره ټاکنه،هره پریکړه، اوهره کړنلاره د ناکامۍ سره مخ کیږی، نن د افغانستان خلک ژوندی دی خو د دوی د ژوند فیصله د اغیارو په ویناوو کیږی جرګې په خپل واک او اختیار فیصلې نشی کولای،وزیران او او نور حکومتی چارواکی د بهر نه ټاکل کیږی او تر ټاکنې وروسته نوموړی چارواکی بیا د افغانستان لپاره نه بلکه د هغه چا لپاره کار کوی د چا په امر او مشوره چې دوی ټاکل شوی دی همدا رنګه که ځیر شو نو اداری فساداو کار اهل کار ته نه سپارل دملت د ترقۍ په مخ کښې لوی خنډ دی، له بلې خوا دهېواد د کړکېکچنو حالاتو یوبل غټ لامل په هېواد کښې دننه د موجود حکومت او د څو مرورو ګوندونو تر منځ روانه شخړه ده په اصل کښې دغه شخړه یا جنګ د افغانانو خپله شخړه نده بلکه دا هغه جګړه ده چې له پېړیو راهیسې د ځینې غربی اوشرقی هیوادونو تر منځ راروانه ده او روان به وی او ددې پردۍ جګړې له لاسه د افغانستان مظلوم او مسلمان ملت ځوریږی او نشی کولای څو په ازاده او ډاډمنه توګه ژوند وکړی دا جنګ پردیو د خپلو ځانی ګټولپاره زمونږ خاورې ته راوړی او افغان ټبر یې په بېلابېلو برخو وېشلۍ دی، دې جنګ دافغانانو ورونو منځ کې د ترهګری او داسې نورو ډول ډول نومونو او ګوندونو په شکل لوی لوی دیوالونه درولی او په خپله هنداره کښې یې ورته یو بل دښمنان معرفی کړی دی ،په دغه جنګ کښې یواځې حکومت یا یواځې مخالف جنګیالی ګرم ندی بلکې دوړه خواوې پوره پوره ملامت دی ، دواړه یو د بل وینو ته تګی دی او یو بل ورته دښمن ښکاری ځکه خو ددوی نه اصلی دښمن په ځای پاته دی دوی سترګې د دوی د شریک دښمن لخوا داسې تړلۍ شوی دی چې په هیڅ صورت د یو بل حیثیت نشی منلی او ددوی په مخ کښې ددوی دنیا داسې سنګار کړای شوې ده چې د ځان نه پرته ورته بل څه نه ښکاری هر یو وایی چې( میم زر ما ټوله زما) ،خو ددغو ستونزو او کشالو د هوارۍ لاره یواځې اویواځې سوله ده یعنې که دغه چارواکی لږ غور وکړی چې په کوم کشمکش کښې چې دوی بوخت دی له دې نه ګټه څوک اخلی او ددې په ترڅ کښې ځپل کیږی څوک، او که دوی له دغه بیځایه او بیګټوهڅوڅخه لاس واخلی او دواړه د ګردی مېز په خوا کښې کښېنی او ځانود قرآن او حدیث په رڼا کښې وتلی نو یقیناً چې دوی به په خپلو کړنو ډیر پښیمانه وی او هیڅکله به هم ونه غواړی چې په خپله پاکه خاوره کښې دې پردی جنګ ته ادامه ورکړی .
دا یو څرګند حقیقت دئ چې د افغانستان د دغو بدبختیو او کږلېچونو د حل یواځینۍ لاره ملی یووالی، روغه جوړه او سوله ده، ټوپک او جنګ جګړه دا مسایل نشی حلولۍ بلکې د حلولو په ځای یې نور هم زیاتوی ځکه خو زمونږ سپېڅلی دین اسلام هم په سوله ډیر ټینګار کړای چې لوی مثال یې د حدیبیې سوله ده د کومې په ترڅ کښې چې د مکې عظیم برۍ د مسلمانانو په برخه شوای دی .
اوس هم که د افغانستان اوسنۍ حکومت او مخالفې ډلې له روغې جوړې نه کار واخلی نو بیشکه چې دا ټولې مسئلې او دا لوی خنډونه به هوار شی او دوی به په دې وتوانیږی چې افغانستان ته یو ځل بیا په ټوله نړۍ کښې خپل پخوانی حیثیت ورکړی او ټوله مځکه به د افغانانو د دبدبې نه وریږدیږی ، د ټولو شهیدانو ارواګانې به خوښې شې او د یتیمانو،کونډو رنډو او بورو میندو اوښکې به اوچې او دآرمانونو سیلۍبه یې خپلو منزلونو ته ورسیږی .
د لوی او سمسور افغانستان په هیله !