کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مونږ نور په چا اعتبار وکړو ؟

مونږ نور په چا اعتبار وکړو ؟

د لغمان په ولایت کی د پرونۍ چاودنی په اړه چی د نجونو د یوی لیسی په مخکی وشوه زه شخصاُ ډیر خواشینۍ یم. نه پوهیږم چی زمونږ غمځپلۍ او درد ځپلۍ ولس نور په چا اعتبار وکړي، په خپلو او که په پردو. د پردو نه خو ګیله نشو کولای ځکه یو خو دا چی دغه پردي مونږ پخپله د خپل کور باداران ګرزولي او بله دا چی پردي زمونږ له غمه نه دي مړه او نه مونږ سره دومره خواخوږي دی که نه د خپل د یو پوځی په وژل کیدو سره به یی زمونږ پوره پوره کلي په بمونو نه الوزول. نو دا طبیعي خبره ده چی په غم او په ښادۍ کی خپلو ته د خلکو سترګی اوړي.

زه نه پوهیږم چی ایا هغه خلک چی د اسلام په نامه ماشومان وژني، ښوونځي سوځوي، د دولت یا د موسسو د کارکوونکو په نامه خوار او غریب افغانان وژني دوی اصلاً څه غواړي. که اسلامي بنسټونو ته وګورۍ نو د زده کړی د ترلاسه کولو په اړه پکی بغیر د هڅونی او تشویق نه بل څه نه لیدل کیږي او قران او حدیث هم تل د پوهنی او زده کړی په اړه په وار وار سره ټینګار کړۍ دۍ.

او که د دی لپاره دغه کارونه کوي ګویا چی د بهرنیانو شتون او د کرزي حکومت ته زیان ورسوي نو دغه شان کړنی په دی مانا دي لکه څوک چی کاڼۍ اسمان ته ګوزار کړي او ورلاندی خپل سر ونیسي او یا خلاصه دا چی له دی نه بل جاهلانه فعالیت نه وینم چی څوک د پردو نه د غچ اخیستانی او یا پردو سره د جګړی په خاطر خپل خلک قربان کړي.

که طالبانو ته یی هغه پاکستانۍ پنجابي مفتي او یا عرب مفتي د دغه شان ظالمانه حرکتونو د کولو فتوا ورکوي نو د دوی په سر کی ایا دومره ماغزه هم نشته چی لږ فکر وکړي چی د هماغی عرب او پنجابي مفتیانو خویندی او لوڼی د ننه په خپلو هیوادونو کی او بهر کی په زده کړو بوختی دي. ما خو وانه وریدل چی کوم پنجابي یا عرب د خپل وطن ښوونځۍ سوۍ وي او يا یی په خپلو زده کوونکو خویندو تیزاب ورشیندلي وي او یا یی په بمونو الوزولي وي.

په دی باندی ټول قانع یو او تاریخ یی هم ګواه دۍ چی هیڅکله پردۍ ځواک په یو هیواد کی تر تله نه پاتی کیږي او که په زور وي که په رضا نو د هغه هیواد نه به اخر وځي. دغی ټکي ته په کتو او د تجربو پر بنسټ ډیري هیوادونو کی د بهرني ځواک د وتلو یا ایستلو نه وروسته هماغه مخالف ځواک چی د هیواد د ازادۍ لپاره یی جګړی کړي وی واک ته رسي. د دغی اصل پر بنسټ ډیرۍ خلک هم دا ګومان کوۍ او طالبان هم دا خوبونه ګوري چی ګواکی پس له دوی به مونږ د دغی خوار ولس حاکمان یو.

زما په ګومان خدای (ج) د هغه ځواک سره مل دۍ کوم چی د خلکو د ساتنی پر بنسټ منځ ته راغلۍ وي او لومړنۍ او وروستنۍ تګلاره یی وطن او د وطنوالو د تاریخ، عزت، امنیت، دین، ازادي، فرهنګ او نورو اړونده مسایلو ساتل وي خو په ډیری خواشینۍ سره باید اووایم چی طالبانو د دغی وطن د هرڅه سره لوبی وکړی او لایی کوي.

که د هر افغان او بیا په بیلګه د یوه پښتون زړه راوسپړی نو د دواړو خواو نه زوریدلۍ دۍ او ناامیده دۍ ځکه چی هم بهرنیانو او د هغوی کورني ګوډاګیانو او هم د عربو او پنجابیانو غلامانو طالبانو پر افغان ولس او په ځانګړی توګه پر پښتنو له حد نه وتلي ظلمونه او نا دودی وکړی.

هغه بعضی پښتانه که د طالبانو پلوۍ کوي او یا د کرزي د حکومت او د بهرنیانو د شتون نه یی ښه بولي هغه د پښتنو خپل ذاتي مجبوریتونه دی او د خپلی پښتو د هغی متل سره مخ شوي چی وایي: ( بد تربور په بد ځای کی پکار وي) . که نه پښتون قوم خو خپل تاریخ کی د پردو د عزت او په بیلګه د پردو د خویندو میندو د پاره سرونه ورکړي نو بیا څنګه خپلی خویندی او لورګانی د پردو په دستور وژني او یا نورو ته دا اجاره ورکوي چی دغه ناوړه عمل تر سره کړي.

خبری ډیری دي خو په اخر کی هغه چا ته چی دغه ډول کړنی سرته رسوي او یا یی ګوري خو مخه یی نه نیسي د دغی خبری ویل غواړم چی دغه ستا خپل بچیان دي، دا هغه یتیمان دي چی ستا د ورونو د شهادت نه وروسته تاته پاتی دي تر څو ته یی لوی کړی، ساتنه یی وکړی، ښوونځي ته یی واستوی، د وطن د راتلونکی ملغلری یی کړی د صبا ورځی ښوونکی او ډاکټرانی یی کړی تر څو صبا ورځ تا له دغی احتیاجه خلاص کړي چی خپل نارینه او زنانه ناروغان د پاکستان په قصابانو ډاکټرانو ګرځوی. نو دوی سره دغه جفاوی بس کړۍ او دغه ماشومان مه وژنۍ او مه ځوروۍ که نه بیا به مو خدای (ج) داسی ورک کړي لکه د امریکی د راتګ سره چی په دوه دری ورځو کی تري تم شوۍ.