د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وويل چي په هلمند ولايت کي يې د طالبانو مشهور قومندان ظواهري د نظامي عملياتو په ترڅ کي وژلی دی .
نوموړي وايي چي ظواهري يې د هلمند ولايت د کجکي او موسا کلا ولسواليو تر منځ له د بريد پر مهال د خپلو اوو نفرو ملګرو سره يو ځای ځای پر ځای وژلی او د هغه درې نور ملګري په جګړه کي ټپيان سوي دي . طالبانو تر اوسه ددې پېښي په اړه څه نه دي ويلي .