كه تېرمهال ته وګورو نو، پراساس يې داخبره كولاى شو،چې د نړۍ منلو ژونديو ژبو د امپراتوريو، زورواكيو، سوداګريو، دين او نورو لاملونو په مټ ځانونه دغه ځاى ته رسولي او ديادو لاملونو له امله خلكو هم ورته غاړه ايښې ده.
د ساري په ډول كه لاتين ژبه راواخلو نو روميانو Romans د خپلې واكمنۍ او نيواك په مټ پر خلكو منلې، علمي كړې ده،كه څه هم اوس دغه امپراتوري مړه ده، خو د لاتين ژبې اثار لا هم ليدل كيږي او پوهنيز ډګر يې لا هم فتح كړى دى.
كه يوناني ژبې ته راشو،دغې ژبې هم د زور او نيواك له امله پر خلكو حكومت كړى، علمي شوې او ډېر اهميت يې ترلاسه كړى دى.
كه عربي ژبې ته وګورو، نو دا ژبه هم د اسلام له امله په نړۍ كې خوره شوې او كه ددې ترڅنګ پارسي ژبه وګورو نو دا هم د نيواك له امله پر براعظمګي خوره شوې او هان پر افغانستان يې هم وزرونو خواره كړيدي.
كه سړى له رښتياوو تېر نشي،نو دا خبره به وكړي، چې پښتو ژبه د نړۍ د ځينو نورو ژبو په توپير، د امپراتورانو ، سوداګرو، زوراورو په مټ تر دې مهاله ژوندۍ پاتې شوې نه ده، بلكې د ټولو په توپير دا د هغو ملايانو او ځينو مبارزانو په بركت لا ژوندۍ ده، چې تل يې په كور كې په نيم نس ډوډۍ خوړلې خو دې ژبې ته يې خدمت كړى دى.
دې خوارې ژبې ته چې چا خدمت كړى هيڅ وخت په ګېډه نه دى، موړ شوى او ښايي تر ډېرو لسيزو پورې هان تر هغه وخته پورې چې دا ژبه سوداګريزه كيږي يا اقتصادي كيږي، بيايې هم خدمتګار په ګېډه ماړه نشي. دا اوس هم ((پښتو، پښتوكول)) د خلكوپوښتۍ ماتوي.
په هر حال اوس كه څه هم د پښتو ژبې د زده كړې،پرمختګ او بډاينې لپاره ځاى، ځاى سياسي هلې ځلې ليدل كيږي خو بيا هم په پرمختګ او پياوړتيا كې يې د تش لاسو ليكوالانو،فرهنګيانو او مينه والو مټ زوراور ښكاري.
په هرحال په لرې اوبرې پښتونخواكې دپښتو ژبې لپاره ډېرې هلې ځلې په انفرادي ډول كيږي او زياتره يې د قربانۍ پر احساس روانې دي، كه نه پښتو زده كړه او نه زده كړه باندې ورته څوك پيسې نه وركوي او په نه زده كړه يې څوك له كلي هم نه وباسي.
دداسې خدمتګارانو ټولى، ټولى په (پېښور، كندهار، كويټه، ننګرهار، كونړ، د افغانستان مركزي سيمو، لويې پكتيا…) او نورو كې ليدل كيږي،چې دستاينې وړ دي،او يواځې يوه كلك انسجام او سياسي حمايت ته اړتيا لري.
په ډېرې خوښۍ، سره بايد دا خبره هم وشي، چې د پښتو د چوپړ لړۍ هان تر هراته پورې رسېدلې او هلته هم داسې پياوړي ځوانان را ويښ شوي،چې په ډېرې مينې خو په محدودو امكاناتو يې هلې ځلې پيل كړي او ددې خوارې ژبې لپاره له ايران سره په ګډه پوله، ورته چوپړ وهي.
دغلته، چې په دې وروستيو كې دپښتو دچوپړ لپاره د ((سپينې ادې)) په نامه كومه ټولنه دهوډمنوپښتنو ځوانانو، لكه (محمد نعيم افغان، تيمورشاه يوسفزي، ډاكټر نيازى…) لخوا رامنځته شوې،ډېره بريالۍ برېښي او په لنډ مهال كې يې د پام وړ چوپړ وهلى دى.
ددغې ټولنې په بركت اوس په نړۍ جال كې د مورچل په نامه ويبپاڼه پر ليكه ده،چې هراړخيزې ليكنې او مالومات پرې خپريږي.همداشان دغې ټولنې د خپلو غړيو په مالي مرسته او شخصي ونډې د ((هريرود)) په نامه مجله هم راوېستلې،چې تر دې دمه يې دوې ګڼې چاپ شوي دي. دهريرور مجلې د مسوول مديرښاغلي نعيم افغان او نورو دوستانو دمالوماتو له مخې دغلته تر اوسه بيخي، ځانګړې پښتو مجله نه وه،چاپ شوې اويواځې په پارسي مجلو كې به خال، خال پښتو ليكنې خپرېدې.
ددغې ټولنې له نورو چارو چې د ښاغلي تيمور يوسفزي صيب له ناستې راته مالومې شوي، دوى اوس د پارسي –پښتو پر يوه انلاين سيند(قاموس) هم كاركوي اوپه مالوماتي ټيكنالوژۍ كې يې نور كارونه هم ترسره كړيدي. ښاغلي يوسفزي دپښتو ژبې لپاره څوويبپاڼې هم جوړې كړي،چې په دې پاڼو كې د سپوږمۍ،دعوت نوى ډيزاين،مورچل…هم راځي.
همدارازښاغلي يوسفزي د مالوماتي ټيكنالوژۍ په ډګر كې، دځينو نورو كتابونوترڅنګ په پښتو ژبه كې د((ياهو مسنجر)) په نامه يوكتاب هم ليكلى او په دې ډګركې يې نورې هم ښايسته ليكنې كړيدي.
په هرصورت،په هرات كې د دغسې پياوړو ځوانانو لخواهلې ځلې په تش لاس او شخصي امكاناتو روانې دي او ددې ترڅنګ وخت نا وخت ورته ګواښونه هم شوي او په مرګ هم ګواښل شوي دي.
داسې پښتانه چې دخپلې ژبې لپاره په ډېر بدحالت او دستونزو په منځ كې چوپړ وهي،ددې ژبې اصلي وارثان ګڼلى كيږي،دهمدغوپياوړوانسانانو په قربانۍ دا ژبه تر دې ځايه را رسېدلې او خداى پاك دې وكړي چې په موږ كې نور هم داسې پښتانه هوډمن ځوانان راپيداشي،چې په رښتيا د خواركۍ ژبې دودې،پرمختيا او بډاينې لپاره هلې ځلې وكړي.
abdul_wadood68@yahoo.com