کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانو سازشونه (۱۰)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانو سازشونه (۱۰)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .

زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۱۰)

اوس تاسې ددې تاریخې ناول لسمه برخه لولئ:

(۱۰)

د سرویه پادشاه لازار شاه د سلطان مراد په لاسو وژل شوې و ، دهغه دوژل کیدو وروسته د هغه زوې سټیفن د سرویه پادشاه شوې و . د سرویه په تخت و تاج باندې د کیناستو نه وروسته سټیفن سوګند کړې و چې هغه به په هر صورت د مسلمانانو څخه د خپل پلار د وژل کیدو بدله اخلي . نو د سرویې په تخت باندې د کیناستو سره سم په هغه دجنګ لیونتوب راغې . او په ډیره چټکتیا سره یې په خپل فوځ کې زیادښت راوست .

هغومره لښکر چې لازارشاه د سلطان مراد او بایزید د مقابلې له پاره راوستې و نو سټیفن دهغې دوه هومره لښکر تیار کړ.ددې نه اخوا هغه د خپلو نصاراو (صلیبیانو) ورونو څخه هم کومک و غوښت او دهغوې څخه یې هم صلیبي ځوانان د مسلمانانو څخه د بدلې د اخستلو له پاره له ځانه سره تیار کړل . سټیفن د یو ډیر ستر لښکر د تیارولو او را غونډولو وروسته دمسلمانانو سره دټکر کولو هوډ وکړ . او په دې خاطر هغه د خپل مرکزي ښاره ووت او د سرحدونو په لور روان شو .

سټیفن چې کله دمسلمانانو سیمو ته را نژدې شو نو خپل لښکر یې په درې برخو وویشه ، یوه برخه یې له ځانه سره و ساتله ، او پاته دوه برخې یې د خپلو تکړه سالارانو دقوماندې لاندې ورکړې . هغه لښکر چې په خپله د سټیفن سره و هغوې د ویدین په سیمه کې پړاو وکړ .

(دویدین ښار دبلغاریې په شمال غرب کې دډینیوب د دریاب په غاړه د یوګو سلاویه د پولو سره نژدې پروت دې . اوس دا ښار د یو ستر تجارتي مرکز تر څنګ یو صنعتي ښار هم دې . په پخوانیو وختو کې دلته یو ښار د «بونوټیله» په نوم هم اباد و ،او په څوالسمه پیړۍ کې دا ښار د یوه ازاد هیواد پایتخت هم و، د « ۱۳۹۶ – د ۱۸۰۷» پورې دا ښار د ترکانو تر ولکي لاندې و.)

د لښکر بلې برخې ته چې د سټیفن یوه تکړه سالار یې قوماندانې په غاړه درلوده ، داسکب په سیمه کې پړاو کولو حکم وشو .

(د اسکب اوسنې نوم اسکویلچ دې ، دا ښار د بلغارد څخه دوه سوه میله واټن لري او د «درذار» ددریاب په غاړه پروت دې . اوس یو تجارتي او صنعتې مرکز دې . دلته نن سبا یو کلب ، یوپوهنتون ، او یو نندارتون هم شته . د۱۹۴۱ ز کال د اپریل په میاشت کې پرې جرمنیانو واکمني کړې ده .)

د لښکر دریمه برخې ته سټیفن په غرنۍ لړۍ کې د پټیدو او د غلچکي برید حکم کړې و، که څه هم سټیفن خپل لښکر په درې برخو ویشلې خو هغه په ډاګیزه توګه دا ښوول چې دهغې لښکر یواځې همدا دوه برخې دې . چې یوې يي په ویدین کې او بله یې په اسکب کې ځاې نیولې و. د هغه لښکر په دغه دوو ځایو کې ساتل دحکمت نه خالي نه و . په دې ترتیب سټیفن غوښتل چې کله چې مسلمانان دهغې مقابلې ته راودانګي نو هغوې به هم زمونږ ددوه لښکر و دمقابلې له پاره خپل لښکر په دوو برخو ویشې . په دې ترتیب به دهغوې ځواک کمزورې شي اوبیا چې کله مسلمانان زمونږ ددواړو برخو لښکر سره ټکر وکړی نو هغه برخه چې د غرونو په لړۍ کې پټه پرته ده هغوې به د شا له خوا په دوې ناڅاپي یرغل وکړي . سټیفن په خپلې سوبه باندې ډاډمن و ، دا ځل د سټیفن خور ډسپنا هم په عسکري کالیو کې دخپل ورور اوخپل لښکر تر څنګ ولاړه و ه . په پخوانیو جنګونو کې هغې یواځې دښځینه لښکر لارښوونه کوله ، او دهغوې دښځینه و کار دا و چې د خپل لښکر تر منځ وا وسي او خپل لښکر د مسلمانانو پر خلاف را و پاروي ، خو دا ځل ډسپنا په عملي توګه په جنګ کې ور ننوتې وه .

دسرویه دپادشاه سټیفن دا ستره غلطي وه چې د مسلمانانو لښکر به په دوو برخو په ویشلو سره کمزورې کړي . او دا چې د مسلمانانو دوه برخې لښکر چې کله ددوې د لښکر سره په ټکر کې شی نود دوې دریمه برخه به پرې دشا له اړخه یرغل راوړې او په دې تر تیب به مسلمانانو ته ماتې ورکړې او خپله سوبه به ډاډمنه کړي . دا په داسې حال کې و چې د مسلمانانو جاسوسي شبکو دهرې لمحې اوهرې لحظې خبر علي پاشا ته را رساوه . او علي پاشا هم دا ټول خبرونه پرته له ځنډه سلطان بایزید یلدرم ته ور لیږل . په دې تر تیب د مسلمانانو جاسوسې شبکو د سټیفن د لښکر ددرې واړو برخو خبر ، دهغوې دپټنځایو په هکله او هم د هغوې دخوزښتونو اوپلانونو په هکله ، د ګړندیو لیږونکو په واسطه علي پاشا اوبیا علي پاشا سلطان بایزید یلدرم ته ور رسول .

ددې خبرونو د ورسیدو سره سم سلطان درنګ و نه کړ . یو ستر لښکر یې د بروصې د ښاره څخه له ځانه سره را واخست ،او د رومیلیا په لور را روان شول او دلته ورته په رومیلیا کې علي پاشا د خپل لښکر سره یو ځاې منتظر ناست و .

***** ۱۷

یوه ورځ ماښام نا وخته سلطان بایزید یلدرم هغه ځاې ته ورسید چیرې چې علي پاشا د خپل لښکر سره پړاو کړې و. علي پاشا دخپلو سالارانو سره یو ځاې دهغوې دښه راغلاست په خاطر دهغوې مخې ته ورغلل . سلطان له آسه را ښکته شو او د علي پاشا او نورو سالارانو سره یې په غیږ روغبړ وکړ او تر څنګ یې خپلو لښکر و ته هملته د پړاو کولو حکم وکړ . بیا سلطان د علي پاشا اودهغه د سالارانو او هم دهغو سالارانو سره چې د بروصې له ښاره ورسره یو ځاې راغلي و دخپلې خیمې په لور روان شو .او پاته لښکر په خپلو خیمو جوړولو کې بوخت شول .

ټول په خیمه کې کیناستل ، تر لږ څه وخته پورې سلطان بایزیر یلدرم ، علي پاشا او دهغې سالارانو ته کتل اوبیا یې ورته وویل:

علي پاشا زویه ! هغه خبرونه چې تا د خپلو جاسوسي شبکو له لارې ماته را رسولي دي ، دهغوې په مطابق اسټیفن درې لښکره تیار کړی دي، یو په ویدین کې بل په اسکب کې او دریم یې په غرنۍ سلسله کې پټ کړې دې . په دې توګه اسټیفن غواړې ځان ته ګټه پیدا کړي .خو مونږ هوډ کړې چې دهغې ګټه به په زیان بدلوو . زما په ذهن کې د اسټیفن ددې درې واړو لښکرو دمقابلې له پاره یو پلان شته . که چیرې په هغې باندې عمل وکړ و نو زما په آند به مونږ ډیر ژر اسټیفن ته ماتې ورکړو ،او بیرته به یې تیښتې ته مجبور کړو. او یا به یې په جنګ کې ژوندې و نیسو او د خپلو شرايطو په مطابق به پرې سوله و منو.

سلطان بایزید یلدرم تر دې ځایه دخبرو کولو وروسته لږ څه تم شو او بیا یې علي پاشا ته وکتل او په پوره ځانګړتیا سره یې هغه ته وویل :

علي پاشا ! زه غواړم نن شپه له تاسې سره یو ځاې همدلته قیام وکړم . تر څو زمونږ لښکر دلته لږ څه ارام وکړي ، سبا سهر به له دې ځایه کوچ کوو . زمونږ وړاندې تګ به په ډیره ارامه توګه وي . تر ماښامه به سفر ته دوام ورکړو . د ماښام سره سم به لښکر په کوم ښه ځاې کې پړاو وکړی ، ماښام ډوډۍ به وخوري اوکله چې ماښام تیاره شي ، شپه پښخه شي نوته به دخپل لښکر سره یو ځاې د اسکب په لور مخه وکړي ، تاته په دې سیمو کې د پاته کیدو په اساس ډیره تجربه تر لاسه شوې ، په دې خاطر به تر اسکب پورې رسیدل تاته کوم ستونزمن کار نه وي .

د سلطان بایزید یلدرم دوینا په ځواب کې علي پاشا وویل :

درونده سلطانه ! ته غم مه کوه . دا ټوله سیمه ما له پخوا څخه کتلې ده . هغه وخت چې ما د ترانوا ښار ونیوه نو زه د ویدین او اسکب تر څنګ تیرشوې وم. ددې څنګ به دشپې په تیاره کې زما هغه مخبران هم زما لارښوونه کوي چې په اسکب کې یې د دښمن دلښکر پړاو کتلي ، اوس تاسې ماته نور څه حکم لرئ؟

دعلي پاشا په خبرو باندې د سلطان بایزید یلدرم په مخ باندې د خوشحالۍ نښې را و ځلیدې ، اوبیا یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ورته یي و ویل :

علي پاشا د شپې په تیاره کې ته د اسکب په لور روان شه . هلته چې ددښمن کوم لښکر پروت دې پر هغې باندې دشپې له خوا حمله وکړه ، دا بایدداسې توپانې حمله وی چې دښمن ترې د خلاصو ن لاره و نه مومي ، ترڅو ددښمن دا برخه زمونږ له پاره د خطر سبب ونه ګرځي ، زه به هم ستا د کوچ سره سم د ویدین په لور ولاړ شم . هلته اسټیفن په خپله دخپل لښکر مشرې کوي ، زه به د اسټیفن سره په خپله ټکر کوم . علي پاشا زویه ! ستا کار به داوي چې په اسکب کې چې ددښمن څومره لښکر دې هغوې له منځه یوسې اوبیا د ویدین په لور راشې او په کوم ځاې کې پټ سنګرونه و نیسې ، کله چې زه د سټیفن سره ټکر کوم نو ښکاره ده چې دهغه، هغه پټ لښکر چې هلته په غره کې یې ځاې په ځاې کړې دې د شا له اړخه پر ما یرغل کوي ، نوکله چې هغوې د خپلو سنګرونو څخه را ووځي نو تاسې پرې یرغل یوسئ ، تردې وخته پورې زه ډاډه یم چې زه به داسټیفن لښکرو ته ماتې ورکړم اوبریمند به ترې را ووځم ، زه هیله لرم چې زمونږ تر شا ددښمن لښکر به تاسې سنبال کړئ . په دې ترتیب د سرویه پادشاه سټییفن به دخپل پلار لازارشا ه په څیر زمونږ تر مخه بې وسه شي. مونږ به هڅه وکړو چې سټیفن ژوندې و نیسو واوپوښتنه ترې وکړو چې هغه ولې بیا د جنګ کولو هوډ کړې و.

سلطان بایزید یلدرم چې کله چپ شو نو علي پاشا ورته وویل :

درونده سلطانه ! کوم پلان چې تا وړاندې کړې هغه ډیر زیات د پیاده کولو وړدې ،بس همدا اخري خبره و ګڼه .

سلطان بایزید یلدرم یو ځل بیا په خبرو پیل وکړ او ویی ویل:

نو که چیرې معامله همداسې وی نو پورته شئ ، د لښکر دپړاو معاینه وکړئ ، او د لښکر دخورا څښاک تیارۍ وکړئ .

ددې خبرې سره سم سلطان بایزید یلدرم دخپله ځایه را پورته شو ، نور سالاران هم راپورته شول ټول د خیمې څخه بیرون را ووتل ، د لښکر دخوراک څښاک تیارې یې و نیوه ، راتلونکې شپه ټول لښکر په هماغه ځاې کې سبا کړه . او سبا یې دهغه ځایه کوچ وکړ . علي پاشا دخپل لښکر سره یو ځاې د اسکب په لور روان شو په داسې حال کې چې سلطان بایزید یلدرم د سرویه دپادشاه اسټیفن سره د ټکر له پاره د ویدین په لور وخوځید.

***** ۱۸

د بروصې دښار په لور د قیرات او سریان د تللو نه څو ورځې وروسته بیا هم نریوس ، دهغې مور او دواړه کوچنیان هملته د ریونا په کور کې تم شول . یو نا څاپه دوه آس سپاره نا پیژندل شوې کسان د خپلو آسونو سره یو ځاې د ریونا انګړ ته را ننوتل . به دې وخت کې ریونا ، نریوس ، دهغوې مور ، دواړه کوچنیان ، رستاک او کیتهنا د حویلۍ په انګړ کې ناست ول او په خپلو منځو کې یې خبرې کولې ، ریونا او دهغې پلار رستاک د نوو راغلیو کسانو په کتلو هک پک شول ، سمدستې د خپلو ځایو څخه پورته شول ، بیا ریونا د نریوس په لور وکتل اوپه ځانګړې اشاره یې هغه پوه کړه ، اونریوس هم اشاره باندې پوه شوې وه . پربیسا هم په دغه اشاره باندې پوه شوې وه ، هغوې ټول پورته شول . ریونا نریوس او پربیسا ددواړو کوچنیانو سره یو ځاې یوې خونې ته یوړل . خو د ریونا پلار رستاک و کیتهنا هملته په انګړ کې دریدلې پاته شول . راغلي دواړه سپاره مخته ولاړل ، بیا دهغوې څخه یوه د آس واګې پریښولې او د رستاک په لور ورغې او هغه ته یې مخ کړ او ورته یې وویل :

اې کاکا ! زه او ورور مې دواړه د یوې مهمې خبرې له پاره تا ته راغلي یو . دې سړي همدومره خبره وکړه چې رستاک یې خبره غوڅه کړه او ورته يي وویل . تاسې ته له ماسره دخبرو کولو د اجازې اړتیا نه شته . تاسو زما د خداې بښلي ورور زامن یاست ، او زما له پاره هم د زامنو ځاې لرئ ، را ځۍ هلته په میلمستون کې کینئ . نو هره خبره چې وې هملته به یې په ډاډه زړه سره وکړ و .

درستاک ددې خبرې په اوریدو سره دواړه سپاره ډیر خوشحاله شول ، دواړو خپل آسونه په اخور باندې و تړل ، او میلمستون ته راغلل او کیناستل. کیتهنا او رستاک دواړه میړه او ښځه هم د هغوې تر څنګ په میلمستون کې کیناستل .دهغوې ددې خبرې په اوریدلو سره ریونا ډیره اندیښمنه وه ، کله چې هغوې ټول دننه کیناستل نوریونا د خپلې خونې څخه را ووتله او دمیلمستون د دروازې په ووت کې یې غوږ و نیوه تر څو واوري چې دوې څه وایې ؟ دغه راغلي دواړه سواره د رستاک وریرونه وول. چې د علي پاشا د وژل شوي ورور مجدالدین سره ټکر شوې و او بیا یې ددغې ټکر وروسته د خپلو ځانو د خوندې کولو په خاطر تیښته کړې وه .

په میلمستون کې تر لږه وخته پورې چپه چپتیا وه ، بیا رستاک ته د خپلو دواړو وریرونو څخه یوه وویل :

اې کاکا! زه او ورور مې په څو مهمو مسایلو باندې له تاسره خبرې کوو. هغه خبره چې تر هر څه لمړۍ مونږ له تاسره پرې غږیږو هغه داده چې هغه ښځه چې نریوس نومیږي دا دخپلې مور او کوچنیانو سره ولې ستاسې کور ته ډیره ځې راځي؟ ته پوهیږې چې هغه په دوو علتونو زمونږ له پاره د نفرت او کرکې وړ ده ؟

لمړۍ دا چې هغې نصرانیت پریښود ، دې او مور یې دواړو اسلام و مانه . اوبیا یې د یوه مسلمان سره واده هم وکړ. اودهغې دواړه کوچنیان دهمغه مسلمان میړه څخه دي . نو د نصرانیت په پریښولو سره ددې ښځي سره اړیکې ټینګول ښه کار نه دې . داسې خلک په نصرانیت کې د نفرت اوکرکې وړ دي . نو مونږ تاته دا ویل غواړو چې ته هغه پس له دې دلته په کور کې مه پریږده . او دا هم شونې ده چې مونږ د هغې څخه او دهغې ددواړو زامنو څخه دخپلو ترخو یادونو بدله واخلو.

بل د نفرت ا وکرکې وړ علت دادې چې هغې چې د کوم مسلمان سره واده کړې و د هغه نوم مجدالدین و او هغه زمونږ د بدترینو دښمنانو څخه و . تا ته به څرګنده وی چې همدغه شخص دخپلو څو تنو ملګرو سره پر مونږ حمله وکړه . او دهغې حملې په پایلو کې نه یواځې زمونږ پلار ووژل شو بلکه زمونږ کوچنې ورور هم له منځه ولاړ . هغه یوازې زمونږ ورور نه و بلکه د ریونا راتلونکې میړه هم و . په دې خاطر د دغې نریوس نومې ښځې میړه مجدالدین لکه څنګه چې مونږ ته دکرکې او نفرت وړ دې همداسې باید تاسې هم ترې کرکه او نفرت وکړئ ، بلکه زه تاته په څرګندو ټکو وایم چې څرنګه چې دهغې دمیړه په لاسو زما پلار او کوچنې ورور وژل شوي دي نو په دې خاطر یوه ورځ نه یوه ورځ به مونږ ددې ښځې او دهغې ددواړو کوچنیانو څه بدل اخلو او دهغوې ژوند ته به خاتمه ورکوو.

اې کاکا! دا خو لمړۍ خبره وه چې مونږ غوښتل له تاسره پرې خبرې وکړو خو اوس غواړم هغه بله خبره هم تاته تر مخ کیږدم .

پخوا له دې چې ددې ځوانانو څخه کوم یو خپله خبره پیل کړي رستاک په خبرو پیل وکړ او ورته یې وویل :

د بلې خبرې د بیانولو تر مخه ، زما بچیانو ! دخپل لمړني اعتراض ځواب له مانه واورئ ! اوبیا د بلې خبرې پیل وکړئ . تر هر څه لمړۍ زه تاسې ته داویل غواړم چې هیڅکله هم ته اوستا ورور د نریوس ، دهغې د مور او دواړو کوچنیانو پر خلاف کوم اقدام و نه کړئ . او نه د هغوې د وژلو هڅه وکړئ ، زما لور ریونا او زما ښځه کیتهنا ځکه هغوې دلته ډیر را بولي تر څو مونږ هغوې بیرته د نصرانیت په لور را واړو. زه به تاسې ته دا په ډاګه کړم چې زمونږ هڅې هیڅکله هم خوشې نه ځي . تاسې ته معلومه ده چې د نریوس میړه مجدالدین چې مسلمان و وژل شوې دې . دهغې نه وروسته ما او زما لور ډیره هڅه وکړه چې نوموړې بیرته خپل نصرانیت ته راوړو ، نو زه تاسې ته زیرې درکوم چې نریوس او دهغې مور پربیسا اسلام پریښې او بیرته نصرانیت ته را اوښتې دي . په دې خاطر زه تاسې ته داویم چې اوس هغوې دنفرت او کرکې وړ نه دي او نه واجب القتل دي په دې خاطر نه دهغوې پر خلاف لاس پورته کړئ او نه هغوې ووژنئ. اوس هغوې دمسلمانانو پر ځاې نصراني شوې دي .

درستاک ددې خبرې په اوریدو سره ددواړو ورونو په څیرو کې خوښې راو ځلیده ، په دې وخت کې هغه بل وویل :

که چیرې هغې نریوس او مور یې دواړو اسلام پریښې وي او نصرانیت ته را اوښتي وي نو دا خو رښتیا هم ډیر ښه خبر دې . زه او ورور مې له تاسره ژمنه کوو چې له ننه وروسته به مونږ نه نریوس ته په بده سترګه وګورو او نه به پرې لاس پورته کړو او نه به یې د وژلو هڅه وکړو . کله چې هغې او مور یې بیرته نصرانیت منلې نو دهغې پایلې دا ر ا وځي چې دواړه کوچنیان به هم د نصرانیت په فضا کې را لوي شي ، اې کاکا! دا خبره ختمه و ګڼه . اوس دا بله خبره ستا مخته ږدو .

ته پوهیږې چې ریونا زمونږ دکشر ورور غوښتنه او پلان و . اوس چې هغه دمجدالدین سره د ټکر په وخت کې له منځه ولاړ نو ریونا به بل چیرې نه ځي ، دهغې اصل ځاې زمونږ کور دې او هملته به ورځي ، اې کاکا! ته زمونږ دواړو څخه چې هر یوه ته دې خوښه وې د ریونا واده وکړه ، مونږ دا خبره دریونا خوښې ته هم پریږدو، خو زمونږ نه پرته مونږ ریونا بل چاته نه پریږدو .

دخپل وراره ددې خبر و په اوریدلو سره درستاک په څیره باندې د خفګان نښې را ښکاره شوې خودحالاتو د نزاکت سره یې خپل ځان سنبال کړ اوتر ډیره ځنډه چپ پاته شو اوبیا یې د لږ څه فکر نه وروسته وویل :

زما زامنو! هغه څه چې تاسې وویل هغه په خپل ځاې سهي دي . خو تاسې داخبره ډیره وروسته کوئ ، په دې خاطر چې ستاسې د کوچني ورور د وژل کیدو وروسته ما د ریونا کوژدن دکلي د یوه ځوان سره کړې ده ، هغه هم دډیر حیثت خاوند ، نصرانې او نیک انسان دې ، اوریونا د زړه نه خوښوي .

دهغه په دې خبره د رستاک د وریرونو څخه یوه یې وویل : ایا ریونا هم هغه خوښوي؟

رستاک لږ څه فکر وکړ او بیا یې وویل :

زما زامنو ! ریونا هغه ځوان لیدلې دې خو تر اوسه یې ورسره خبرې اترې نه دې کړې ، دهغې خوښیږی هم نه ، خو ما او دهغې مور دا خپلوي کړې ، نو په دې خاطر داسې و ګڼئ چې په دې کې د ریونا رضامندي هم شامله ده . که چیرې دغه خبره چې تاسې یې اوس کوئ پخوا مو کړې واې نومونږ به دغې ځوان سره د ریونا رشته نه تړله ، بلکه ستاسې د دواړو څخه به مې یوه ته په خوشحالۍ سره واده کړې وای، تاسې په دې مسئله کې کوم اعتراض مه راپورته کوئ.

د رستاک ددې ځواب په هکله دواړه ورونه تر یوه وخته پورې په خپل منځې سلا او مشورې کې بوخت شول او دهغې وروسته یوه یې وویل :

اې کاکا جانه ! بې شکه چې تا به ددې کلې د کوم ځوان سره د ریونا د کوژدې خبره کړی وي خو مونږ به دا واده پرې نه ږدو . مونږ ته هغه ځوان هم معلوم دې د کوم سره چې ته د ریونا واده کول غواړې . لږ ساعت وروسته مونږ دواړه ورونه له دې ځایه درومو ، او تاته یوه اونۍ مهلت درکوو . په دې موده کې ته ښه فکر وکړه ، خو تا ته به غوره او بهتره داوي چې د ریونا دکوژدنې خبره په همدې ځاې پاې ته ورسوې ،او په پوره خوشحالۍ سره ریونا زمونږ سره لیږلو ته تیار شې.

په دې وخت کې رستاک د ډیر عقل او پوهې څخه کار واخست ، ځکه په همدې ځاې کې یې دهغوې دخبرې څخه انکار و نه کړ . بلکه په ډیره عاجزۍ او ډیره نرمې لهجې سره یې هغوې وویل :

زما زامنو !تاسې زما د ورور اولاد یاست ، ماته دخپل ځان نه وروسته تاسو ډیر محترم او درانه یاست هغه څه چې تاسې وویل زه به دهغې په هکله د ریونا او دهغې دمور ، ستاسې دکاني ، سره په دې هکله خبرې وکړم. زه هیله لرم چې مونږ درې واړه به یوځاې کومې ښې پایلې ته ورسیږو . اوبیا هم زه هیله من یم چې بایلې به یې ستاسې په حق کې وي . خو زما زامنو ! پخوا له دې چې ریونا ستاسې څخه د کوم یوه سره واده کړم ستاسې له اړخه هم ډاډ غواړم.

دواړو دخپل کاکا خبرې په ډیر غور سره واوریدې او دهغې د خبرو څخه ډیر زیات خوښمن شول ، تر څنګ یې دهغې د خبرو څخه هیلې هم را وټوکیدې . ځکه چې دهغوې کاکا د هغوې څخه د یوه سره دریونا په واده کولو باندې راضي شوې معلومیده ، نو دوې هم د خپل کاکا په لور باندې په ډیره عاجزۍ سره کتل ، رستاک هم دهغوې ددې ردعمل څخه پوره پوره ګټه پورته کړه ، دخبرو اترو مخ یې بلې خواته یوړ او ورته یې وویل:

هغه باور او ډاډ چې زه یې له تاسې دواړو څخه غواړم هغه دادې چې تاسې هم خبر یاست او زه هم خبر یم چې تاسې د مجدالدین سره ټکړ کړې ، او دهغې ټکر په پایلو کې زما د ورور په ګډون ستاسې کشر ورور هم وژل شوې ، زه یواځې دا پوښتل غواړم چې تاسې ولې د مجدالدین سره ټکر وکړ ؟ ګورئ زامنو! ما ته په دې خبره پوهیدل ډیر زیات اړین دي چې کله چې ریونا ستاسې څخه د یوه سره واده شي نو زه غواړم چې زما لور هلته ډاډمنه ژوند وکړي . زه په دې خاطر هم ددې حالاتو څخه ځان خبرول غواړم چې دهغو راتلونکو ګواښونکو حالاتو مخنیوې وکولاې شم او دخپلې لور راتلونکي خوندې کړاې شم . که چیرې تاسې له چا سره دښمنې لرئ ، که چیرې ستاسې د مجدالدین سره کومه دښمني وه ، نو زه باید پر هغې وپوهیږم . تر څو زه د خپلې لور او ستاسې د دواړو د خوندیتوب په هکله وسایل برابر او لارې چارې ولټوم . زما زامنو! ما خو داخبره غلېه نه ده کړې .

د رستاک په دې پوښتنو باندې دواړو ورونو یو ځل بیا رستاک ته په ډیره حیرانونکي توګه وکتل . خو څرنګه چې هغوې ته د ریونا د په لاس ورتلو امید و نو په دې خاطر هغوې خپل ټول راز خپل کاکا ته په ویلو تیار شول . دهغوې څخه یوه یې وویل :

اې کاکا جانه ! دا چې مونږ ولې د مجدالدین سره ټکر وکړ ، دا په خپله یوه اوږد داستان دې .

رستاک سمدستي ورته وویل :

زه غواړم همدا اوږد داستان واورم ، تر څو په هغه حالاتو او شرايطو چې مونږ ته مخته راځي ، ځان پوه کړم. زامنو! ددې هر څه پوهیدو څخه زما موخه داده چې زه ستاسې ددواړو سره سره د خپلې لور ریونا د ساتنې له پاره هم د خوندېتوب سامان تیار کړم . په دې خاطر هر هغه څه چې وشول هغه ماته په تفصیل سره ووایاست . په دې وخت کې به زه تاسې ته دا هم ووایم چې له مانه د کومې خبرې د پټیدو هڅه مه کوئ ،که چیرې تاسې کومه خبره را نه پټه کړه اوماته وروسته دهغې په هکله معلومات تر لاسه شو نو دا یاد ساتئ چې زه به هیڅکله هم له تاسې سره د ریونا دتللو اجازه درنه کړم .

د رستاک په دې ګواښ باندې دواړو ورونو وخندل اوبیا یې یوه وویل :

اې کاکاجانه ! هغه څه چې زمونږ سره راز دې هغه به ټول ستا تر مخه کیږدو. اوس چې ته دې ته تیار یې چې ریونا زمونږ سره د لیږلو ملاتړې یې نو بیا زمونږ په فکر زمونږ اوستا تر منځ راز باید پاته نه شي . اې کاکا چانه ! مونږ یواځې د مجدالدین ژوند ته دپاې ټکې نه دې ایښودې ، دهغه نه د مخه مو دمجدالدین مشر ورور او دهغه پلار هم له تیغه تیرکړي دي .

دهغوې په دې څرګندونو باندې د پردې تر شا ولاړې ریونا ټکان وخوړ ، د رستاک ښځه او په خپله رستاک هم هک پک شول . خو ټولو ډیر ژر ځانونه سبنال کړل ، او یوځل بیا رستاک په خبرو پیل وکړ.

زه غواړم په دې و پوهیږم چې تاسې اخر ولي مجدالدین ، دهغه ورور او دهغه پلار ووژل ؟

د رستاک ددې پوښتنې په ځواب کې د هغه بل ورور په خبرو پیل وکړ او ویې ویل : اې کاکا جانه !دا یواوږود داستان دې ، په دې کې هیڅ شک نه شته چې هغه درې واړه مونږه وژلې دي خو په دې وژلو کې زمونږ سره نور هم ډیر خلک ګډ دي ، او هغوې هم د ا وژل په خپله خوښه نه دې کړې ، بلکه مونږ ټولو ته حکم شوې و چې داسې باید وشي ، نو مونږ هم همغسې وکړل .

دهغوې په دې څرګندونو باندې رستاک لږڅه ټکان وخوړ خو دهغوې څخه یې د نور زیات معلومات دترلاسه کولو په خاطر ځان سنبال کړ او ویې ویل : زما د ډاډ او تسلۍ په خاطر ایا تاسې دا ویلې شئ چې تاسې دا کار د چا په حکم تر سره کړ؟

درستاک ددې پوښتنې له پاره دواړو ورونو خپلو کې مشوره وکړه اوبیا یې یوه وویل :

واروه کاکا جانه ! دلته د یوناني پادریانو او راهبانو یوه ډیره ستره ډله ده ، هغوې نه یواځې د عیسایت تبلیغ دنده په غاړه لري بلکه دهغې د پر مختګ له پاره یې زیات شمیر تنظمیونه جوړ کړي دی . د پادریانو اوراهبانو ددې ډلې دوه مرکزونه دي . یو یې د ګرمۍ د موسم ځاې دې او بل یې د یخنۍ د موسم ځاې . د ګرمۍ د موسم ځاې یې په « ایکرو پولس » کې دې .

( ایکروپولس یو پورته او لوړ ځاې ته ویل کیږې .د یونان د یوه ښار د ټولو نه پورته ځاې ته « ایکروپولس » ویل کیږي ، په دې اسا س د ایتهنز په شاوخوا کې هم یو ایکروپولس شته ، دا ایکروپولس نژدې پنځه سوه فټه لوړ په یوې غرنۍ سیمه کې پروت دې ، دې ځاې ته یواځې یوه لاره د ورتللو شته ، اوبله نه لري . په دې غره باندې د ښار ستر ستر ې ماڼۍ ابادې شوې دې ، هلته یو ډیر مشهوره پخوانې ماڼۍ« پارتهین » ده چې یو وخت دمعبد په توګه کارول کیده ، د پارتهین قوم دا پخوانې معبد د پادریانو او راهبانو دګرمۍ دموسم ناست ځاې و .)

د هغوې ژمنې ناستځاې د پلوپ په سیمه کې و . پلوپ د یونان جنوبې برخه ده چې د څلورو اړخو نو څخه په سمندر کې را ګیر ده . د وچې یوه نرۍ پټۍ هغه د نورې لوې وچې سره نښلوي هغې ته دګړنګونو پټۍ ویل کیږی. که چیرې د سهیل له اړخه څوک دغه جزیره نما ته ورځې نو د ترپلې څخه به تیریږي . دا د راهبانو او پادریانو ژمني ناستځاې دې .

اوس نو د کومو پاردریانواو راهبانو د ډلې په اړه زه خبرې کوم ، نو لکه څنګه چې مخته مې تاته وویل چې دهغوې تر مخ تر ټولو ستره دنده د عیسائیت تبلیغ او پر مختګ دې . د همدې موخو په خاطر دغه پادریانو وسله وال تنظیمونه جوړ کړی دي ، او په مختلفو سیمو کې یې هغوې خپاره کړي دي ،د دغو ډلو د چلولو په خاطر هغوې د قسطنطنیه د پارشاه مینوئیل نه علاوه د هنګرې دپادشاه سجسمنډ او د بلغاریه د شهزادګانو سائرکن او ایکسلا څخه هم مالي او اخلاقي کومک اخلي . دددې تنظیم تر ټولو ستر او تکړه ملاتړي د بلغاریه شهزادګان سائرکن او ایکسلا دي .

دلته زمونږ د رومیل په ولایت کې ددې تنظیم تر ټولو لوې رکن «یونیسیس »دې ، دا هماغه یونیسیس دې چې زمونږ دکلي سردار هم دې او ته یې ډیر ښه پیژنې هم . دپادریانو او راهبانو دې تنظیم خپلو ټولو کارکوونکو او وسله والو ته حکم کړې دې چې هغه سیمې چې مسلمانانو سوبه کړې دي او یایې سوبه کوي، هلته د مسلمانانو د تبلیغ کارونه مه پریږدئ تر څو دهغوې د تبلیغاتو له لارې عیسایان د اسلام په لور ولاړ نه شي ، مونږ دواړه ورونه هم ددهمدې تنظیم ارکان یو . زمونږ هغه ورور چې، د ریونا کوژده شوې و او ووژل شو هغه هم د همدې تنظیم رکن و . بلکه داسې و انګیره چې ستا ورور او زمونږ پلار هم دهمدې تنظیم رکن و، نو مونږ په دې سیمه کې ټوله کار روايي د خپل کلي د سردار یونیسیس په حکم کوله ، او دهمدې یونیسیس په حکم مونږ د مجدالدین نه اخوا د هغه مشر ورور او پلار هم وژلې دي . دهغه پلار تر ټولو دمخه زمونږ په لاسو ووژل شو ځکه چې هغه په دې سیمو کې د اسلام تبلیغ کاوه . هغه یو ډیر زهرجن او اغیزمن تبلیغي و . د هغې د وژلو له پاره مونږ ته د پلوپ د جزیرې څخه د پادریانو او راهبانو له اړخه خاص پیغام راغلي و . چې په هغې کې یې ویلې و چې دغه مبلغ چې نوم یې خیرالدین دې سمدستي له منځه یوسئ . ځکه چې د هغه په لاسو ډیرو خلکو د اسلام منلو ته غاړه ایښودې وه . زه باید دا هم ووایم چې د خیرالدین مبلغ په لاسو په زرګونو وګړو یواځې د رومیلیا په ولایت کې نصرانیت پری ایښې او اسلام یې منلې و . کله چې دا خبرې د پلوپ جزیرې کې د راهبانو او پادریانو غونډې ته ورسیدې نو هغوې ډیر په غضب شول ،نو د خیرالدین د وژلو حکم یې را ولیږه ، اومونږ ته د حکم د رسیدو سره سم، مونږ هغه پلې کړ او خیرالدین مو له منځه یوړ.

خبره یوازې تر خیرالدین پورې نه وه را ټوله . په دې سیمو کې په سلګونو مسلمان مبلیغین ، چې دلته د تبلیغ له پاره راغلي و ، نژدې ټول مو له منځه وړي دی . په دې ورځو کې یو څو لا تر اوسه پورې شته چې لا تر اوسه زمونږ لاس نه دې ورسیدلې ، ددې علت دادې چې دهغوې سره څه ساتونکې هم ګرځي او په ډیره منظمه توګه خپل کارونه سر ته رسوي ، خو زمونږ سترګې پر هغوې باندې نښتې دي او یوه ورځ نه یوه ورځ به مونږ دهغوې کار هم ور ختم کړو.

دخیرالدین مبلغ د وژلو وروسته د هغه مشر زوې د هغه د بدلې د اخستسلو له پاره راغې ، مونږ هغه هم له منځه یوړ . دهغه وروسته دهغه ورور مجدالدین ددې زمکو په لور مخه کړه .او هغه هم مونږ له منځه یوړ. اوس ویل کیږي چې د مجدالدین یو کشر ورور چې ، علي پاشا ، نومیږي ، هغه سلطان مراد په خپل لښکر کې اخستې دې ، همدا سړې په راتلونکو ورځو کې زمونږ له پاره ګواښ ګرزیداې شي ، په دې خاطر مونږ هوډ کړې دې چې هر وخت چې مونږ ته وخت تر لاسه شي نو دعلي پاشا څټ به هم ورپرې کړو تر څو دهغه له اړخه مونږ ته چې کوم ګواښ متوجه دې هغه د تل له پاره له منځه ولاړ شي .

ددې خبرې سره سم دغو دواړو ورونو یو بل ته اشاره وکړه ، پورته شول ،یو یې درستاک په لو ر وکتل او ورته یې وویل :

کاکاجانه ! اوس به مونږ دواړه ولاړ شو ، یوه اونۍ وروسته به بیرته را ستنیږو ، خو ستا ، زمونږ دکاني او ریونا درې واړو ځواب باید «هو» وي . خو که چیرې تاسې نه وکړه نو په یاد ولرئ چې حالات به دومره خراب شی چې بیا به یې هیڅوک نه شي کنترولولاې .

ددې خبرې سره دواړه د میلمستون څخه ووتل نو ددروازې د پردې په ګوډ کې ولاړې ریونا د هغوې څخه مخته منډه کړه او خونې ته ننوته . دهغې د کاکا دواړه زامن د اخور په لور ورغلل ، خپل آسونه یې راپرانستل او د انګړ څخه ووتل .

کله چې هغو دواړه ولاړل نو رستاک او کیتهنا دواړه هم د میلمستون څخه را پورته شوې او د حویلۍ داخلي برخې ته د ورتللو نیت یې وکړ خو په همدې وخت کې نریوس ، پربیسا ، ریونا درې واړه دهغوې لورې ته ورغلل. ددوې په ورتګ سره هغوې بیرته په خپلو ځایو کیناستل، هغوې ددواړو کوچنیانو سره یو ځاې هم هملته کیناستل . بیا نو رستاک د نریوس په لور وکتل اور ورته یې وویل :

نریوس لورې ! دغه زما دواړه وریرونه چې دلته راغلي و هغوې یواځې ستا د میړه ، مجدالدین ، قاتلین نه بلکه د هغه دپلار او ورور قاتلین هم دي . لورجانې ! دوې که څه هم زما د ورور زامن او زما وریرونه دي خو په حقیقت کې زه ریښتیا هیڅکله هم نه پټوم ، همدوې ستا د میړه وژونکې هم دي .

ددې وروسته روستا ک د پلوپ په جزیره کې د راهبانو اوپادریانو به هکله چې څه اوریدلې و او هغه تفصیلات چې وریرونو یې ورته ورکړي و ټول نریوس ، ریونا ، پربیسا ته ټکې په ټکې وویل په دې وخت کې ریونا خپل پلار ته مخ کړ او ورته یې وویل :

اې پلارجانه ! اول خو دا ووایه چې دهغوې د هغې غوښتنې به هکله ته څه وایې چې هغوې ما له تا څخه غواړی ؟ زه ددې دواړو څخه د یوه سره هم واده کولو ته تیاره نه یم . او نه یې د خپل ژوند د ملګرې په توګه غوره کولې شم . دوې دواړه قاتلین دې او دقاتلینو په حیث زه ترې کرکه او نفرت کوم . اوس خود هغوې دکشر ورور څخه هم زما ، چې زما کوژدن ورسره شوې وه ، نفرت اوکرکه را پیدا شوه. هغه هم له دوې سره په دې قتل او غارت کې شامل و . او ستا ورور ، زما کاکا، چې ووژل شو هم په دغه ټولو جرائمو کې له دوې سره یو ځاې و .

پلار جانه ! دا چې دوې ولاړل او تا ته یې د یوې اونۍ مهلت درکړې ، او دا یې وویل چې یوه اونۍ وروسته دوې بیرته را ستنیږې او ریونا به له ځانه سره وړي ،نو په دې لړکې به ستا کړنلاره او کړچار څه ډول وی ؟

رستاک وکتل چې په دې وخت کې د ریونا حالت څومره د اندیښنې وړ دې . هغه د غم او اندیښنې نه ژیړه تښتیدلې وه . دهغې په سترګو کې ویره وه ، رستاک هغه ته یوځل وکتل اوبیا یې نرې شانته و خندل او ورته یې وویل :

ریونا جانې ! ته په دې اړه فکر او اندیښنه مه کوه ، زه به په دې هکله تر هر څه دمخه ستا د اوسني کوژده شوي ،یوتاش ، سره خبرې وکړم . زه به د یوتاش په ګډون ددې کلي د ځوانانو یوه ډله تیاره کړم تر څو ددې بدمعاشانو په مقابل کې زمونږ نه دفاع وکړي . لورجانې ! ما د هغوې تر مخه ځکه انکساری او عاجزی کوله، چې ما غوښتل چې ځانته دا معلومه کړم چې د مجدالدین ، دهغه د پلار او مشر ورور وژونکي څوک دي . زما دغې نرمي رویي او زما دهمدې همدرده وینا په اساس هغوې هم نرم شول . ما هغوې ته وویل چې زه به یوه اونۍ وروسته دوې ته ووایم چې د ریونا په اړه زما ځواب څه ډول دې . په دې توګه هغوې په دې لړ کې هم ډاډمن شول . او دهمدې ډاډ په اساس هغوې ماته ټول داستان واوراوه. او دا یې را ته ډاګیزه کړه چې هغوې مجدالدین ، دهغه پلار او ورور ولي وژلي دي . اوس به داټولې خبرې علي پاشا ته هغه وخت کوم چې هغه د اوسني جنګ څخه فارغ شې او زما کورته بیرته راستون شي . زما په آند چې هغه ته به پدې هکله ډیره ښه رڼا تر لاسه شي او د ټولو قاتلینو په پیداکولو کې به بریالې شي. ددې خلکو مشر زما د کشر ورور دکلي سردار ، یونیسیس دې . هغه په دې سیمه کې د راهبانو او پادریانو د تنظیم تر ټولو مهم رکن دې او د همغې په حکم مجدالدین ، دهغه پلار او ورور په قتل رسیدلې دي ، لور جانې ! که دا دواړه ورونه تر یوې اونۍ پورې ستا د وړلو په خاطر بیرته راستنیږي نو زه به ورته انکار کوم . دهغوې سره به په پوره قوت سره مقابله وکړم او دخپل کلې هغه ځوانان چې ما د خپل کور د ساتنې له پاره تیار کړی دي ، نو هغوې به زمونږ په خاطر د هغوې مقابله وکړي . ته په دې اړه ډاډ منه اوسه ، ته هیڅ ډول اندیښنه مه کوه . زه پوهیږم چې ته دهغوې دواړو څخه نفرت اوکرکه کوې . لور جانې ! ستا واده به ستا د رضا پرته هیچرته هم و نه کړم .

رستا ک تر دې ځایه نور چپ شوخو وروسته یې بیا د نریوس په لور وکتل او ورته یې وویل :

نریوس لورې !د ریونا معامله خو ختمه شوه ، خو اوس به زما لورې ! زه ستا په لور توجه کوم. په حقیقت کې زما دا دواړه وریرونه ستا او ستا د کوچنیانو د قتل پسې و . خو لورې! ما د ا نه شو زغملاې ، هغوې ته تر ټولو ډیر زیات قهر په دې و چې تا نصرانیت پرې ایښې او اسلام دې منلې ، بله د قهر خبره ورته داده چې تا د یو مسلمان مجدالدین سره واده کړې، او ما ته یې هم په ګواښلې توګه وویل ، چې نریوس د خپلې مور او کوچنیانو سره یو ځاې دلته زمونږ کور ته ولي راځې . ما هغوې ته وویلې چې زه نریوس دلته راغواړم او ترغیب ورکوم چې اسلام پریږدې او بیرته نصرانیت ومني . ما هغوې دواړو ته دا وویلې چې نریوس اومور یې اوس اسلام پرې ایښې او بیرته عیسائیانې شوې دي .

لورجانې ! زما په دې درواغو هغوې دواړه ډیر خوشحاله شول. خو تر څو پورې چې دوې د لونډانو اوبدمعاشانو په څیر ګرځي راګرځي نو لور جانې ! زما دا دروغ به تاته ګټور ثابت شي ،که چیرې له تا څخه هم څوک و پوښتې نو تر هغه وخته پورې چې علي پاشا له دوې څخه بدل نه وې اخستې ، ته همدا وایه چې زه اوس مسلمانه نه یم بلکه عیسائي یم .نو په دې ترتیب به ددئ ظالمانو د لاسو څخه په امن یې .

د رستاک په دې خبرو باندې نریوس او دهغې مور د رستاک نه مننه وکړه اوهغه ته یې ډاډ ورکړ چې هغه به خپل ځان نصراني ښئي.

څرنګه چې اوس لمر په پریو و نو په دې خاطر کیتهنا ،نریوس ، دنریوس مور پربیسا د میلمستون څخه راپورته شوې او دډوډۍ د پخلنځي په لور ولاړې .

پرلپسې لري ….