کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزی صاحب په احساساتو ئې سر نه سره ورځي!

کرزی صاحب په احساساتو ئې سر نه سره ورځي!

ډير پر ځاي ئي ويلې چي پښتون یې په جگړه کي گټي خوپه سياست کښي ئي بايلي ،نه پوهېږم چي تر څوبه دامتل زموږپه هکله پريوپر ځاي متل وي؟

همدانن د۲۰۱۰زکال دجنوري اتمه مي په شعبه کي دتاند مشهوري ويب پاڼي اوازادی راډيوپښتوويب پاڼي پر ټنډه باندي داخبرولوست چي ښاغلي کرزصاحب دالجزيرې تلويزيون سره په مرکه کښې په خپلو خبرکي دا څرگنده کړه چي : ((نړیوال ځواکونه افغانستان ته د خپلو ګټو لپاره راغلي .))

حيران سوم چي کرزی صاحب ته بيا ولي درد ورغلی ؟

په خبرکي لاندي راغلي چي کرزی صاحب ځان له فساده پاک وباله او ویې ویل چې د فساد په باب د ده شهرت ته لوېدیځو رسنیو زیان اړولی دی .

بلې کزی صاحب تاسوبه ترډيره بريده پاک ياست خوستاسوکورني اونږدې چاپيريال دخپلو گټولپاره چي ټول داسي فکرکوي تاسوهم کومه برخه پکښي لري بده استفاده کړې ،تاسو دهغومخه نده نيولې کوم چي ستاسو سره دښو اړيکونه ځان اوخپلي ډلې په گټه استفاده کوي .زه ئي هم دنوموله يادونې څخه ډډه کوم خو دخلودخلې اورو اوپه افغاني رسنيوکښي ئي لولوچي دغه تاسوته له نږدې کسانوافغانان ورځ نلري او . . . .

که خوبهرنی رسنی هم دغه سرټکونې چي په افغانستان کي ئي په جدي بڼه پر خوله راوړل دخلکوژوندله خطر سره مخامخ کوي دوي پخپلو پاڼوکي رامنعکسوي ،طبعي ده چي ټولي گوتنيونې به ستاسوپه نظر موثقي نه وي . نوويلاي سوچي تر هرچازيات ستاسوچاپريال ستاسو شهرت ته زيان رولی دهغوي کړنوته موتوجه سی اودهغوي لاس دزورېدلي ولس له گرېوانه څخه لنډ کړئ .

ښاغلي کرزي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې ((بیا بیا د افغانستان د خپلواکۍ اومځکنۍ بشپړتیا یادونه کوله. ))

پدې هکله چي خپلواک يواوکنه اوبشپړه خپلواکي څه ته وايي په زياتوليکنوکښي چي افغان ليکوالو ليکلي پراخ اوهراړخيزه بحث شوی ،زه ئې له تکرار ليکلونه ډډه کوم ،دومر وايم چي ستسودغه ادعايوه لوي حقوقي اوسياسي بحث ته اړتيالري ،هرڅه ټکني دي اودهرڅه په اړوندزيات سوالونه شته . ستسودکورنی اوبهرنی پاليسی په هکله هم په لسهاوو سوالونه سته ،تاسوپرې پوهېږی خوسرگرېوان ته نه ټيټوی .که موله اوې ورځې چي تاسو ئي بگرام ته راوستلاست دغه هدف ته درسيدولپاره چي تاسو ورته خپلواکي واياست رښتيانئ تلاښ کړی واي اوس به موږ له دومره ستونزوسره نه واي مخامخ ،ترډير بريد به هرڅه سم واي .همدا بهرنيان به واي خونه پدې پوځی پيمانه اودغه پوځی قوت . هرولسواک چي پر خل ولس تکيه کړې هغه ولسواک بريالی اوسرلوړی ترهرډول کړاونوراوتلی دی . متاسفانه تاسو دولس پر ځاي دلسدستازوپه نامه پر هغه چاتکيه وکړه چي ولس ددول دظلم اواستبدادله لاسه هر کس اوناکس ددولتي مشرپه توگه منلی دی .هغه پښتومتل دی وايي ((شوودنه وسه خورده . ))

داچي په کوم نيت اودکومو هدفونولپاره دلندن کنفرانس ته ځی ((د لندن په کنفرانس کې د ځواکونو غوښتنه ونه کړم بلکې دا غوښتنه به وکړم چې د شپې په مخه د افغانانو د کورنو تلاشۍ او د ملکیانو مرګ ژوبلې پای ته ورسوي .))

داغوښتنه مو ډيره الي اوپر ځاي غوښتنه ده خوددې غوښتن دپلي کېدولپاره يوشمير کمپلکس اوتکميلوونکی کارونه دي چي په افغاني لوري اړه لري م ترسره شي ترڅودغه پاکي موخې ته ورسېږئ . داچي کومې موخې دي دټولوتشريح ئي دليکنې څخه کتاب جوړوي،په يوه ټکي ويلاي سم چي دبهرنيوځواکونو او افغاني ځواکونوترمنځ داعتماد اوباورپيداکېدومسله حياتي ارزښت لري .که اعتماد اوباورپيداسي طبعي ده چي پوځی عمليات به په گډه اويودبل په مشوره ترسره شي اوپه هغه وخت کي به ديوې کوردينې اوپلان له مخې دافغانانودتوهين اودهغوي کلتوري ارزښتونوته ددرناوی مسله مطرح وي .

دغه ټکی چي تاسوديوه ولسمشرپه توگه سرځيني ټکوی اوستاسوڅرگندونه په حقوقي لحاظ ددې ښکارندوي ده چي په رښتياسره زموږ خپلواکي ټکنۍ ده.

ښاغلی کرزی صاحب وايي : (( نړیوالو افغانستان ته د خپلو ګټو او هدفونو لپاره ځواکونه رالېږلي دي نو ځکه ده ته مهمه نه ده چې هغوی خوشاله کړي .نړیوال دلته د یوه هدف لپاره راغلي چې هغه د افغانستان ثبات او امنیت دی. )) زه پدې پوه نشوم اوپوره باورلرم چي نورلوستونکي همندې پرې پوه سوی چي دکرزی صاحب دغه پورته څرگندونه کي يواوبل مطلب سره تضاد دي ،داچي وايي دوي دخپلوموخولپاره راغلي اوبياواياست ، نړیوال دلته د یوه هدف لپاره راغلي چې هغه د افغانستان ثبات او امنیت دی . نوکه ئي موخه دافغانستان امنيت اوثبات دی داخوښه خبره ده .مگرموږ بايد له تاسو دواړوڅخه سر وټکوو.دراتگ موخه امنيت اوثبات راوستل اعلان سول ،خوپه عمل کي ثبات درک نلري اويوازي دخلکودارادې خلاف حکومتونه پر ولس دبچې په زورتپل کېږي .

داچي تاسو واياست ((نړیواله ټولنه په تېره بیا لوېدیځوال باید افغانستان او د دې هیواد حکومت ته درناوی وکړي او په دې سر خلاص کړي چې موږ یو ملت یو،یو هیواد یو، تاریخ لرو، موږ هم ګټې لرو، ویاړونه لرو او حیثیت او وقار لرو.

زموږبې وزلي باید د دې سبب نه شي چې څوک موږ توهین کړي .)) داخبري نوی نده دا څوکاله افغان ولس چيغي وهې خوڅوک ئي نه اوري اوپدې گناهوکي کرزی صاحب ستاسو دولتي اداره چي ددوي لخوا اوددو په مالي اومدي مرسته جوژه سوې هم برابره شريکه ده .

پدې پوره باوري يم چي دلندن کنفرانس ته به دزياتو وړانديزونوسره ورسی داچي څه دي متاسفانه تاسو په هغوي باندي دخپل ولس دخبرېدوسره عادت اوعلاقه نلري . هم به پيسې وغوای اوهمبه دپوځی شتون په اوند بحثونه وکړی .پدې ډاډه يم چي دومره نه ياست احساساتي سوی چي داومنی اووړانديزوکړی چي دلندله کنفرانس نه بهرنيان خپل پوځ وباسي ،تاسو اودولت موسره پرېږدي .ځکه ملت نوردگه دولت اودغه چارواکي نسي منلاي اوله بدمرغه پرتاسوبې باوره سوی دی دومره درنه خفه دی لکه داستا د رباني دحاکميت په دوران کي دبل هرچاپه پاچاهی خوشحاله دي . ځکه نودارگ وبغل اوحتا تاسوهم په تکرارويلي که بهرنيان ووزي هيڅ به پاته نسي.نوراسی چي داحساساتوله آس نه راکښته سواودبهرنيانوله هراړخيزشتونڅخه دخپل ملت دښېرازی په موخه گټه واخلو،نه داچي په سياسي شعارونودخلکوپام يوې اوبلې خواته واړوو.

په تکراروايم چي نه يوازي دطالبانوبلکي ددولت دټولومخالفينوسره دپخلاينې لپاره دغه ميتودچي تاسوئي پکاروړی گټورنه تماميږي .دپخلاينې اوملي يوالي لپاره يوې معينې اوهراړخيزي طرحي ته اړتياسته ،داسي طرحي ته چي دهغي دپلي کېدولپاره دافغان ولس موافقه ،نظريات او وړانديزونه اودبلې خوادنيوالي ټولنې همکاری په نظرکي نيول سوې وي .

داچي تاسوکله ناکله دژورناليستانوپه وړاندي واياست طالبانوته بلنه ورکوم دابلنه دولتي نده اونه هم حقوقي بنسټ لري .

نړيوالي ټولني او افغان حکومت له اولي ورځي دافغانستان خلکو ته وعدې ورکړې چي سوله اوامنيت به تأمينوي، اويوخلکوته منلی غښتلی مرکزي حکومت به جوړوي . ټولوپه يوه اواز اعلان وکړچي دافغانستان په بيارغونه اودکوکنارودکرکيلي اوسوداگری په له منځه وړلوکي به مرسته کوي .په همدې خاطرافغانانو زړه نازړه ددوي شتون اوراتگ ومانه اوددغو وعدوسرته رسولودپاره ئي زياته موده صبروکړ ،ترڅو دوي خپلي وعدې ترسره کړي،خو متأسفانه تراوسه ددغو ورکړوسوووعدونه ئې يوه هم لکه چي لازمه ده ترسره نکړل .

بل مقابل په هيوادکي سوله او امنيت نه يوازي داچي ټکنۍ سوی بلکي له جدي گواښ سره مخامخ دی . داقتصادي مرستو اوبيارغونې دکاروبېلگې يوازي څو پلچکونه اويادڅورودونويوې اوبلې غاړې ته له شگو ډکوبوجيواچول سول . افغانستان تر بل هروخت زيات په يوه مصرفي هيوادبدل سوی دتوليدي مؤسيسودرک نشته ،داڅودگوتوپه شميردوړوورکشافواوکارخانوشتون ديوه هيوادپه پيمانه داقتصادي غوړېدنې اوپدې برخه کي دمالي اومادي مرستودبېلگو په توگه نسي يادېداي .اوبه لرو،خوداوبونه موپاکستان ،ايران ،تاجکستان ،ازبکستان استفاده کوي .سره له دې چي همدا اوس دنړيوالي سوداگري په بازارونوکي داوبو اوتيلويوه بيه ده خوموږ تيل رانيسو او داوبوپه مقال کي له يوه گاونډي يو غيران هم نه اخلو.

دغښتلي حکومت پرځاي زموږ ولس دداسي دولتي ادارې څښتن سوچي دجنگسالارو، دنشه ئي توکو دکارو باريانواوپه دولتي فسادککړوکسانو اوحلقو ترغاښوډک دی .

په دولتي اداروکي ابتدائي عدالت نشته توهين ،تحقير، زورواکي،دهيروئينوپټه اوښکاره سوداگري، د بشر دحقوقو دپايمالېدل اوله دولتي امکاناتونه ناوړه استفادې قانوني بڼه غوره کړېده .

ددغوناخوالودموجوديت په اړوندپدې ورستيوکښي ددې حکومت لوړپوړچارواکي (،وزيران او عاليرتبه مامورين) شاهدي ورکوي . رئيس جمهور مرستيال په وازه خوله وايي چي دده د حکومت لوړپوړي چارواکي مفسدين دي . خومتاسفانه همدغه لوړپوړي چارواکي ددغوکسانودنومونوديادولو توان نلري .که دغلته دولتي مافيااودنشه یي توکومافيادواړويواوبل ته لاس نه وي سره ورکړی نوبل څه دی ؟ چي څوک ئي دنوم اخيستلوتوان نلري .

په ډله ايزورسنيوکي هره ورځ خپرېږي چي دکابينې غړي، واليان او د رئيس جمهورکورنۍ او نژدې خپلوان دهيوروئينوپه قاچاق او فساد گری اخته دي،خوبياهم ددوي وشاته نړيواله ټولنه ولاړه ده . بياهم تاسويودبل نه شکايت کوی خوپه بغل کي موزموږ زورېدلی ولس تر خوار لاخوارکړ .

په ۲۰۰۸ کال دجولاي دمياشتي پر ۶ مه دستري محکمې دعالي شورايوه غړي ښاغلي بهاالدين داريانا تلويزيون (دبيات ملکيت) دخبرنگارسره په يوه مرکه کښي څرگنده کړه چي دحکومت ډير وزيران، دهغوی مرستيالان اودارو رئيسان د ستري محکمې لخوا په رشوت او اداري فسادمحکوم سويدي خوڅوک ئې نسي بندي کولای .

سوال کيږي دغه دچا گناه ده؟

نوښاغلی کرزی صاحب دولس دغه سوال ته چي ستاسوپه عدلي نظام کي قانون او شريعت يوازي پرکمزورو، خوارو اوغريبوباندي تطبيق کيـږي اوپه مقابل کي زورواکان ترقانون اوشرعيت تر پلي کېدولوړ دي ؟دغه کسان نه يوازي چي سرشاره او ارام گرځي بلکي په دولت کي دټولوامکاناتو خاوندان دي ،تاسودخلکونه څنگه ستاسو ددولت اودولتي چارواکوپه وړاندي اعتماد اوباور غوښتنه لري ؟ اياددغسي ځانگړتياخاوند دولت نوم بېله په فسادککړدولت بل ورته پيداکولاي سي ؟ دادبهرنيانوغلطي نده چي ستاسونه ديوشمېر مشروع کارونودپلي کېدوغوښتنه لري اويادخپلومرستو دوام په هغوي پوري تړي . ويل کېږي بهرنيان داسي غوښتنې لري چي يوشمير کسان له سياسي ډگرنه گوښه سي ،خو تاسو ورته واياست بېله دغوحکومت نسي کېداي اودغه کسان وه چي ستاسوشاته په ورستيو ټاکنوکي ودرېدل اوتاسوددغه درېدنې په مقابل کښي ددولتي مقامونو وعدي ورکړي .

بلې ! تاسوهغه کسان چي نوربهرنيان دهغوي په علني ملاتړ شرمېږي اونه غواړي تردغه لانورهم وپړسېږي دهغوي خپلوان اويادهغوي لخواپه گوته سوی کسانوته په دولت کي ځاي ورکوي ،داسي فکر کوی چي ولس خطايستلاي سی اوپردغوکسانودلايقې کابينې نوم ايږدی اوهغه هم له پارلمان څخه نه تېرېري . همدا اوس تر غوږوکېږي چي سبا يوځل بياتورن اسماعيل خان دوزيرپه توگه پارلمان ته معرفي کوی ،لومړی که دده پر ځاي يوبل افغان وايي بيابه ئي په ژوند دوزارت نوم نه واي اخيستی ،دومره ئي پيداکړئ ،چي هغه دعواموخبره که لوټون وخوري په خپل ژوندکي ئي نسي خلاصولاي .خوبياهم دهمدغه توراسماعيل پر سر تاسوله بهرنيانوسره دواړي پښې په يوه موز کي اچولي اوغواړی بياوزيرسي .

په افغانستان کي دناوړه پاليسيوپه پايله اوله هقانانوسره مرسته نه کول ددې لامل سول چي دمعايشت بديل په نامه په ميليونوډالر گويامصرف سول خوکه په هيوادکي دتارياکود توليد پخوانی کچې ته چي په دغه نږدې ۲۰۰۱ کال کي تر ۱۸۰ ټن نه زياتېدل اوهغه هم په بدخشان اوځينو نوروشمالي سيموکي کرل کېدل ځکه په نوروسيموکي چي دطالبانوتر ولکې لاندي وې دکوکناروکرل منع سوی وه ،مگرپه ۲۰۰۸ کال کښي دتوليد کچه ۸۵۰۰ ټنه ته پورته سول ،دنړيوالوخبري رسنيودمعلوماتوله مخې په افغانستان کي دنړۍ ۹۳په سلوکي تاريا ک دلته په افغانستان کي تولېدېږي . سره لدې چي پدي تاسو هم پوهېږی چي دتوليدسوو تارياکوډيره گټه دتارياکو اوهيرونودکاروباريانو جېبوته لوېږي يوازي څوغيرانه خوار بزگرته رسېږي چي حتا دکونی ورځنی اقتصادي ستونزي هم نسي پرې حلولاي .

داچي تاسو دومره بېزار سوي ياست خلک داس وايي چي دکرزی صاحب گټوته ئي گوته وروړې ده ،ځکه اوس دبهرنيانو څخه سرټکوي وايي چي موږ يو مستقل هيواديو ،هيوادني گټي لرو…….

سره لدې چي پدې اته کاله موږ ددې شاهد يوچي دهيوادملي گټي ترپښولاندي سوی اوحتادهمدوپردوتر گټوقربن سوی .سوال کوي چي هغه وخت ولي داډول سرټکونې نه کېدې ؟؟؟؟

ډيره پر ځاي خبره اومعقول سياست به داوي چي دافغانستان په اړوند دالانجه چي لومړی ئي سيمه ايزه بڼه درلوده خو اوس نړيواله سوېده دخپل هيواد اوافغان ولس دروښانه راتلونکي په موخه دنړيوالي ټولنې څخه يوه معقوله د حل لاره وغواړو. خودافغان ولس په استازيتوب په دغو جملواودغواحساساتو مسله نسي حل کولاي اودايوازي دقدرت پر سراويابياددغه ((۱۷))وزيرانودټاکنوپر سرستاسو اويوشميرهيوادوترمنځ داختلاف په وړاندي غبرگون ننداري ته وړاندي کيږي .

موږ ته داڅرگنده ده چي دوي دخپلو مخولپاره راغلي ،امريکاخوپه ډاگه وايي موږ په القاعدې پسي راغليودبارک اوباماورستيو څرگندونوته دې مرجعه وسي ،اوروپايي ټولنه هم په افغانستان اوسيمه کي دامريکامخالفين خپلو گټو اوامنيت ته جدي گواښ بولي .

تاسو ولي ديوه داسي هيواددمشرپه توگه چي عملأ په جگړه کي ښکيل دی اوبرخليک ئي له مادي اومالي پلوه ،سياسي خولاپرېرده دبل پلاس کي دی هره لحظه خپل دريزبدلوی .دايوه اونۍ وړاندي مودبهرنيانودشتون اودهغوي دپوځ له ډيرېدوڅخه نه يوازي داچي خوښي څرگنده کړه بلکي دبلجيم له لومړي وزير سره په خبروکي څرگنده کړه پدې هيله هالنډ يان هم ستاسوپر قدموپښه کښېږدي اوله افغانستان څخه خپل پوځ ونه باسي .

موږله اولې ورځې دبهرني پوځ دشتون سره مخالفت کړی ،ځکه پدې پوهېدوچي بهرنيان دهيچالپار دقبول وړنه دي ،خومؤقتي شتون موددوي دوعدوپر بنيادمنلی و . دغوبهرنيانودجنگسالارو اوشمالي ټلوالي سره يوځاي تاسوهم ديسانت کړاست .هغه وخت اوترپرون پروي مودهغوي نه مننه کول ،نن بياڅه وسول چي پر دې ټولو په اصطلاح ښېگڼوسترگي پټوئ او واياست چي دخپلو گټولپاره راغلي دي ،داچي کومي گټي لري دهغوپه اړه بيايوه خبره نه کوی .

ښاغلی کرزی صاحب ! ولي دخلکو احساست راپاروۍ ؟ ولي دخلکوپه احساساتواوملي غرورلوبی کوۍ.

دافغانستان غوڅ اکثريت پشتانه اود پښتنو په سيمه کي دا اته کاله اوربل دی ،هلته القاعدلنگه سوي ده په ټوله نړی کي خيري خيريت دي خوچي چيري پښتون ويني بيائي سترگي ورته چپه سي اوتروريست ئي بولي .داستاسوپه خاطراوداستاسودکورني اوبهرني سياست برکت دی دپښتنودسرپه قيمت تاسوپه کابل کي ساتي .نوښه خبره به داوي چي دپښتنوپه دودله سياسي هوښيرای اوافغاني درايت نه کارواخلی ترهغه څه تيرسی کوم چي دملت گټوته زيان رسوی .

پدې ډول څرگندونوتاسو يوازي څواحساساتي افغانان خوشحاله کولاي سی ،خومشکل نسی حلولاي .دبهرنۍ نړی سره اختلاف دافغانستان دراتلونکي په گټه نه دی ،بلکي دهغوي له مالي اومادي امکاناتونه دخپل هيواد دجوړېدولپاره دپراخي استفادي لاري چاري لټول پکاردي .اوهغه پدې سياست نسي ترلاسه کېداي کوم چي تاسو دالجزيرې دتلويزيون سره په خبروکي څرگند کړ . موږدټولوتلفاتو اوراپېښوناخوالوسره وروستۍ مالي اومادي نړيوال چانس لروکه مودا چانس له لاسه ورکړ دډيروخت لپاره به دعجيبواوغريبو ستونزوسره لاس په گرېوان يو. تاسو اوپلويان به مو بيابهرته راسي خودازورېدلي ملت به دغوستونزوته پاته اوپدې اورکښي به کړېږي .

چي پدې مي څوک بدنام نه کړي چي گويازه دبهرنيانو دفاع کوم نه داسي نده ،ز پدې ليکنه کښي دخپلو هيوادوالو دگټودفاع کوم اودکز ي صاحب دغه ډول له احساساتو ډکې خبري چي دده دشخصي گټوسره دټکر اوشخصي اختلافاتوڅخه سرچينه اخلي مخالف يم .پدغه ډول څرگندونوپه افغانستان کي دسولي بهير ټکنۍ کيږي اودملي پخلاينې دپروسې پيل ته چي افغانان ډير اميدواردی له جدي گواښ سره مخامخ کېږي .خداي مکړه چي کرزی صاحب داڅرگندونې هم دکوم زبرځواک دپټواشاروپر بنيادکړي وي .موږ دښاغلي کرزی صاحب اوبهرنی نړی تر منځ عملأ نه ددومره ژوراختلاف عالايم نه وينو چي پر بنياددي داسي خبري وسي .

او پدې يوه اونۍ کي داسي څه ندي پېښ سوی چي ددې څرگندونولامل دي سي . پدې پوره ډاډه يم چي بله ورځ اودانږ دې دلندن په کنفرانس کي به ټانکيو ويلو ځان ستړ ی کړي .

موږافغانان تل مدام اوپه ځانگړې توگه اوسنيو حساسو شرايطوکښي له اروپایی ټولنې ،امريکا،کاناډا، عربي نړۍ هيوادو،شانگهاي تړون غړي هيوادو،جاپان ،کوريا،استرليا ،ليري اونږدې پرتو گاونډيانو، افريقايي هيوادوسره دهراړخيزودوستانه اړيکو اومناسباتوغوښتونکي يو،اودغوهيوادوموغوښتنه داده چي زموږ سره په راپېښه لانجه کي چي اوس ئي نړيواله بڼه اړه اخيستې ده مرسته وکړي . زموږ په هيوادکي دسولي ثبات راوستلو،اقتصادي ،علمی اوفرهنگی مرستې وکړي .

افغانان دټولي نړۍ سره دورورگلوی ،دوستۍ اوسولي په فضاکي دژوند ددوام سره ترهرچا زياته علاقه لري .

ومن الله التوفيق