د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو د ملي لوبډلي منيجر سيدشاه امينزى وايي لوبغاړي يې د ٢٠١٠ کال نړيوال جام ته اماده دي.
نوموړي د نيوزلنډ له يوې ځايي رسنۍ په مرکه کي ويلي دى ډاډه دئ چي انشاءالله لوبډله به يې په نړيوالو سياليو کي ښه وځلېږي، که څه هم د هندوستان او انګلستان غوندي تکړه ټيمونو سره مخ دي.
د افغانستان د کرکيټ ١٩ کلنه ملي لوبډله چي نيوزلنډ ته په نړيوال جام کي د ګډون دپاره تللې اوس هلته په تمرين او دوستانه لوبو مشغوله ده.
د افغانستان د ملي ټيم لومړۍ نړيواله لوبه د هندوستان سره ده چي د کرکيټ د نړيوالۍ شورا په وينا قوي ډېره قوي لوبډله ده.
کرکېټ چي په افغانستان کي يې د رواجېدو يې يوه لسيزه نه کېږي، افغان لوبغاړي د نړۍ د نورو په پرتله ډېر پکښي ځلېدلي دي. د افغانستان د مشرانو الف، او د کشرانو بې لوبډلو په تېرو درو کلونو کي پرله پسې لاسته راوړني لرلي دي.
سيدشاه امينزى وايي دوى د افغانستان د ټول ولس او سياسي ډلو حتى طالبانو له خوا هم تشويقېږي.
امينزى وايي طالبانو چي د خپلي واکمنۍ پر مهال يې کرکيټ نه پرېښاوه، خو دى هغه وخت حيران او ډېر خوشحاله سو چي په اماراتو کي د ملي لوبډلي د وروستي بري پر مهال يې د طالبانو له خوا هم د مبارکۍ پيغام ترلاسه کړ.