کور / تازه خبرونه / مېرمن بیارک : د امریکا پر ضد جهاد باید جاري وي

مېرمن بیارک : د امریکا پر ضد جهاد باید جاري وي

اسوشیټیډ پریس په خپل تاره خبر کي وایي چي د هغه اردني افسر ( خلیل ابو مُلال البلاوي ) چي د تېر ډسمبر پر دېرشمه یې په خوست کي د « سی آی اې » اووه افسران ووژل ، میرمن ( دفني بیارک ) په مرکه کي ورته وویل چي د امریکا پر ضد جهاد باید پایښت ولري .


میرمن بیارک چي د ترکیې ده ، په استانبول کي اسوشیټیډ پریس ته نن وویل چي د دې میړه په ابو غریب جېل کي د عراقیانو سره وحشي سلوک او پر عراق او افغانستان باندي د امریکا حملو خښمولئ و . د دې میړه چي یو ډاکټر و ، د امریکا څخه د خپلي دغه کرکي او نفرت له امله ځان هم د نوموړو سي آی اې والو سره والوزاوه او دا د امریکا پر ضد جهاد و . دې زیاته کړه چي د امریکا پر ضد باید جهادادامه ولري .


د ترکیې پولیسو دغه میرمن پرون ایله کړه خو دا وایي چي پولیسو زما هغه کتاب مصادره او ضبط کړ چي ما لیکلئ او عنوان یې « بن لادن ، د ختیځ چیګوویرا » دئ .


 اردني افسر ( خلیل ابو مُلال البلاوي ) او مېرمن بیارک