د امريکا مرکزي استخبارتو سي، آى، اې او شخصي امنيتي کمپنۍ بلاک واټر پلان درلود چي پاکستانى ساينسپوه ډاکټر قديرخان ووژني.
دغه خبر د وينيټي فيير په نوم يوې امريکايي جريدې ورکړئ دئ.
د راپور له مخي پلان داسي جوړ سوئ وو چي ډاکټر قديرخان د اماراتو په دبۍ ښار کي ترور سي او د هغه يو عرب ملګرى مامون درکزنلي په جرمني کي ووژل سي.
خبر وايي وروسته د امريکا حکومت د ځينو سياسي وجوهاتو له کبله د قديرخان او عرب سوداګر مامون له وژني سره مخالفت وښود او هغوى ژوندي پاته سول.
ډاکټر قديرخان چي د پاکستان د اټوم پلار بلل کېږي د امريکا په فشار د پاکستاني حکومت له خوا تر نظارت لاندي دئ، امريکا پر نوموړي باندي تور لګولئ چي پر شمالي کوريا، اېران او ځينو نورو هيوادونو يې اټومي پروګرام خرڅ کړئ دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه