د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي په ختيځ افغانستان کي يو امريکايي پوځي د ماين په چاودنه کي وژل سوئ دئ.
ناټو ځواکونو د پېښي اصلي ځاى نه دئ په ډاګه کړئ، خو د توري بوړي د محاذ طالبانو پرون لر او بر ته په يوه لېږل سوې پاڼه کي د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالي کي د اوو امريکايي پوځيانو د وژلو ادعا کړې وه.
د توري بوړي د محاذ وياند قاري سجاد وايي دغه امريکايان يې د ماين په چاودنه کي وژلي وو.
بلي خواته يوه امريکايي جنرال خبر ورکړ چي سږکال به په افغانستان کي امريکايي پوځيان هره مياشت په اوسط ډول ٥٠٠ تنه تلفات ورکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه