کور / تازه خبرونه / پاکستان د ترهګرۍ له قربانيانو سره هم تعصب کوي

پاکستان د ترهګرۍ له قربانيانو سره هم تعصب کوي

له چترال څخه پېښور ته د څلورو کورنيو راغلي ماشومان او مېرمني چي مېړونه قبايلي طالبانو وژلي وايي د پاکستان حکومت تعصب ورسره کوي.
دغه مېرمني وايي د دوى مړونه د ٢٠٠٩ کال د جولاى پر شپږمه له چترال څخه پېښور ته تلل چي وسله والو له موټره کښته او ووژل، خو نه د پښتونخوا ايالتي او نه د پاکستان مرکزي حکومت له دوى سره کومه مرسته کړې ده.
دوى شکايت کوي چي په اسلام آباد، لاهور، کراچي او پېښور کي د دغسي کورنيو له قربانيانو سره حکومت دستي مرستي اعلان کړي، خو دوى چي پښتانه دي تر اوسه يې چا پوښتنه هم نه ده کړې.
د څلورو کورنيو دې مېرمنو او ماشومانو د پاکستان له صدراعظم څخه د مرستي غوښتنه وکړه چي لږ ترلږه د ماشومانو د تعليم غم يې وخوري.