د سند ايالت په مرکز کراچي ښار کي يوې زوروري چاودني اووه تنه ووژل.
د سيمه ايزو پوليسو يوه افسر وسيم احمد خبريالانو ته وويل چاودنه د بلديه ټاون په نوم سيمي په يوه کور کي سوې چي د ده په وينا د ترهګرو يو ګروپ په کار پکښي بوخت وو.
د وسيم احمد په وينا تر چاودني وروسته له دغه کور څخه د ځانمرګو صدرۍ، لاسي بمونه او کلاشينکوف هم ترلاسه کړئ دئ.
بلي خواته د جمعې په سهار د ښار په بېلابېلو سيمو کي د وسله والو بريدونو په نتيجه د اوو کسانو د مړيني خبر ورکړل سوئ دئ.
کراچي د پاکستان تر ټولو غټ او ګڼ مېشتئ ښار دئ چي له څو ورځو راهيسي امنيتي ګډوډۍ دوام پکښي لري