کور / شعر / ښوونځى

ښوونځى

هغه چې ستوري به بې سا شول لمر به سا واخيسته
په شنه سهار به مې د مور دخولې دوعا واخيسته
چاى به مې وڅيښ تر هغو پورې چې موړ به شوم پرې
توره بکسه د کتابو به مې په شا واخيسته

لارې کوڅې به مې د کلي لنډولې تلم به
آ ، دپښتو کتاب لنډۍ به مې ويلې تلم به
يو څو بوډۍ ډيرې همزولې ماشومانې نجونې
د شنو شوتلو په پټيو کې ليدلې تلم به

د ښوونځي او کور تر منځ موجود واټن ؤ يو څه
څه کروندې يو څه وې ونې اوچمن ؤ يو څه
مور به مې پاته وه پريمانه وسوسو ته کور کې
پلار به مې هم تر غرمنيه انديښمن ؤ يو څه

وښوونځي ته رسيدو کې به يو بيل کيفيت ؤ
د ټولګيوالو په ليدو کې به يو بيل کيفيت ؤ
چې يو څه ذکر د پښتو به پکې زيات شوى ؤ
دهغه درس په ياديدو کې به يو بيل کيفيت ؤ

داسې کيفيت ؤ چې يې اوس هم هيرولاى نه شم
داسې کيفيت چې بې ژړا يې يادولاى نه شم
اوس بدل شوى يم بلا بلا غمونه لرم
مجبورۍ ډيري دي خو زه هيڅ هم کولاى نه شم