د ملی مشارکت د سیاسی اصطلاح ا ستعمالول د کرزی په ماته خوړلې کابینه کې سم نه راځی ځکه چې د افغانستان ولسمشریز نظام د صدارتی پارلمانی سره کلک توپیر لري. د ملی مشارک سیاسی اصطلاح په پارلمانتریزم نظامونو کې په هغو کابینو باندې استعمالیږی چې یوه ګوند ټولټاکنې ګټلی نشي او په پارلمان کې څو ګوندونو سره یوځای کیږی او یوه ګده کابینه جوړوی چې د ملی مشارکت د کابینې به نامه يادیږی، خو له بده مرغه کرزی یوه سیاسی اصطلاح په ناسمه توګه استعماله کړه او ناکامی ورپه برخه شوه.
د افغانستان ولسمشریز نظام د اساسی قانون په اساس د هر ډول ائتلافی او ملی مشارکت د پاره لاره بندوی. د بن له تړون څخه راپه دیخوا د افغانستان سیاسی جوړښت د کرزی په مشرۍ افغان حګومت له لومړی ورځ را په دی خوا یوه ائتلاف حکومت دی له څه هم د اساسی قانون په اساس د ائتلاف حکومتونود جوړیدو د پاره لاره بنده شوی ده خو همدا اوس هم یوه آئتلافی حکومت دی. د کر زي د حکومت عمده موتلفین عبارت دی د وحدت ګوند ، د نظار شورا دفهیم څانګه اود دوستم جنبش ډله چې شمال تلوالې بڼستیز ستنې ګڼل کیده چې همدا اوس د ولس مشر مرستیالان ، د استخباراتو ریس ، د ولسی جرګې مشر ، د دفاع ورزارت لوی درستیز ، او مرستیالان او د کورنیو چارووزارت مرستیالان په کې شامل دي او نورې وړې موتلفین دي لکه د مجددی او ګیلانی ډلې. د کرزی په حکومت کې د شمالي تلوالې موتلفین د سیاسی واک اصلی ځواکونه ګڼل کیږی او پښتانه موتلفین سمبولیک او انفرادی برخه لري.
د کرزی کابینه په ولسی جرګه کې ځکه ماته وخوړله چې د عبدالله اوقانونی ډلې چې اوس د شمال د تلوالې عمده برخه په ولسې جرګه کې جوړوي خپل ځواک کرزی ، او د هغه موتلفینو ته وښودل. د فهیم ، دوستم او محقق ډلو او تورن اسماعیل خان د کرزی د ملاتړ په خاطر د خپل اندیوالانو د ملاتړ څخه بې برخه کیدوله امله ماتې سره مخامخ شول.
څرګنده خبره ده چې د دوستم ؤ محقق وړاندیز شوې وزیران لومړی خپل ولی نعمت ته وفادار دی بیا د افغان ولس ته. که څه هم په ولسی جرګه کې د شمالی پخوانی غړې (فهیم-محقق –دوستم ) د شمال تلوالې د بل ډله(عبدالله-قانونی )له خواله ماتې سره مخامخ شول خو یو څل بیا بل وړاندیز ولسی جرګې ته وړاندې کوي.په ولسی جرګه کې ګټونکو وزیران هریوعبدالرحیم وردک او اتمر ځکه په ځپلو دندو کې پاتې شول چې هغوی په ولسی جرګه کې د شمال تلوالې ته تعهد ورکړي چې د ګټلو په صورت کې د بلخ والې عطا محمد نور ، لوی درستیزبسم الله خان او دکورنیو چارووزارت مرستیال داود داود بل مقابل په خپلو دندو کې د پنځه کالو دپاره پاتې کیږی. نو په دې توکه رحیم وردک او حنیف اتمر دشمالې تلوالې سره دیوې روغې جوړې په اساس په خپلو دندوکې پاتې شول.
د بلې خوا پښتانه ملتپالې (نشنلیستان) لکه داکتر احدي او امیر زی سنګین ځکه سخته ماته وخوړل چې د ولسی جرګې خلقی او پرچمی پښتانه غړې د عبدالله – قانونې د ډلې سره یوځای شول او په ولسی جرګه کې د پښتنو شمیرپه اقلیت بدل شو او د پښتنو شمیر په ولسی جرګه کې نوي(۹۰) پورې ورسیدل.
رهین سربیره پردې چې دوه ځله د ولسی جرګې له خوا رد شوې وو خو د ایران په مسقیمه لمسونه د ولسی جرګې څخه د باور رای ترلاسه کړه. دا کتر مخدوم رهین او د امید د خبرپانې مسول په ایران کې د پاچاهی په وخت د ساواک لخوا جذب شوې ؤ چې د پان ایران یزم د پاره یی تبلیغ کولې چې ګواکې افغانستان د ایران د خاورې قبایلې برخه ده. خو رهین د(سه کشور فارسی زبان) د تیوری د بڼست ایښودونکې له جملې ګڼل کیږي او د افغانستان په پښتنو تورې خاورې شیندي او د افغانستان پښتانه دا ذلت او بې ننګي په ورین تندی مني. کله چې رهین د لومړی ځل دپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر شو په لومړی ورځ کې د دې وزارت پښتو سرلیک ( د اطلاعاتو او کلتور وزارت ) لوحه ښکته کړه او د هغه پر ځای د ایران په شان (وزارت اطلات و فرهنګ) ولیکله او له هغه نه ورسته په ټوله افغانستان کې په سیسماتیکه توګه په زرهاو پښتو سرلیکونه اوپښتولوحی ښکتې شوې او د افغانستان ټول پښتانه په ډیره بې شرمی او بې ننګې د پښتو ژبې لوحې ښکته کید وزغملې همدارنګه چې بې ننګه پښتانه په لویه جرګه کې ومنل چې پښتو نور د افغانستان ملي ژبه نه ده.
دا پښتنو ته د دیموکراسی لومړی تحفه وّه. د کرزی د حکومت د راتک سره سم ټولې نوې دولتی ادارې او د عسکری ټول قطعات نومونه په ځانګړې توګه دافغانستان په شمال او لویدځ کې په فارسی ژبه ونومول او دافغانستان ټولې نوې کلتوری او تعلیمی اداراتو نوم د افغان- افغانستان پر ځای د آریانا او آریایی پسوند ورکړل شول او د آریانا او خراسان نومونه په سیستماتیکه توګه د افغانستان او افغان د نوم ځایونه نیسی او بله د بې ننګی تاپه د پښتنو په تندی کې چاپیږي. – (دافغانستان بانک) نوم په (بانګ مرکزی) بدل شو خو پښتانه خپل غوږونه ونه ګرول.د افغان او افغانستان کلمه ورځ په ورځ کمزورې کیږي او د آریانا نوم وچتیږي. په او کله چې پښتون ولس دا حالاتو ته وکټل عوام پښتانه یو ځل بیا د طالبانو لورې ونیوې او د کرزی په ترکستانی خولی او چپن باندې د طالب تور لنګی او خړ څادر ته یی ترجیع ورګړل اوپه افغانستان کې د امریکې او ناتو ځواکونو د ماتې سره مخامخ کړل خو روڼ اندې پښتانه بې ننګې او ذلت ومنلې او د خپلواکې او د پښتو د ژبې دورکیدو شاهدانو په توګه پاتې شول. که چیرې پښتانه پښتانه ملت پال او کلتور پال د ایران او د ایرانی ګوداګیانو(لکه مخدوم رهین) د کلتوری تیرې په وړاندې ونه دریږی بې له شکه د یویښتمې پیړی په پای کې په افغانستان کې د پښتو د ژبې اثربه پاتې نه شی او هر ژبه چې په دفتر نه وي هغه ژبه د زوال او ورکیدو سره به مخامخ شي.
د افغانستان د سیاسی شخړې د حل د پاره د داسې لویی جرګې جوړیدل د حل عادلانه لاره ده چې د جګړې ټولې خوا وې یعنې طالبان ، اسلامی حزب ، کابل حکومت ، د افغان ولس استازي او د دیورند د پورې غاړې قبایلی مشران په آزاده او متناسبه توګه په جرګه کې برخه واخلی او د جرګې په پایلې کې د یوه پریکړه لیک په اساس په افغانستان د غلیمو دلو تر منځ وربند اعلان شي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پاره لنډ مهاله مهال ویش وټاکل شي او یوه نوی کابینه منځ ته راشي. په کابینه کې افغانستان ته ژمنتیا او ښایسته سالاري اصل په بڼستیزه توګه باید مرعات شي.
تر څو چې د افغانستان په کابینه کې افغانستان ته ژمن ، خپلواکې ، اسلامی عقاید او ارزښتونو ټه ، ملی ګټو ، ملی کلتور او ملي ارزښتونه ته ژمن ، ولس مشریز نظام جوړښت ته یی ژمن او کار پوه ، متخصص او متقی کسان نه یی او د ښایسته سالاري اصول مراعات نه شي ّپه افغانستان کې سیاسی ثبات ، سوله او سوکالې او پرمختګ منّځ ته نه راځي.
پرنګي درنه پښتو ده هیره کړې
چې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟
وايي مونږه سره ټول مسلمانان يو
ډېره ښه ده زړه دې ښه کړم اجازت دی؟
د پښتو په ځای تعليم د اردو ښه دی
هيڅ خلاف به ترې ونکړم اجازت دی؟
يقين وکړه چې زه ستا نه خلاف نه يم
ولې پوی دې چې لږ زه کړم اجازت دی؟
په اردو می ژبه نه چلي صابه
په پښتو خبرې وکړم اجازت دی؟
( حمزه بابا)