د خوست ولايت په ګربزو ولسوالي کي يوه ځانمرګې حمله سوې چي د مرګ ژوبلي په اړه يې کره معلومات نسته.
د خوست امنيتي چارواکو ويلي د ځانمرګي هدف سرحدي پوليس وو، خو يوازي بريد کوونکى پکښي وژل سوئ دئ.
دا په داسي حال کي ده چي د ملي امنيت رياست په خوست کي د دوو ځانمرګو د نيولو او يوه د وژلو خبر ورکړئ دئ.
دا په يوه ورځ په خوست کي دوهمه پېښه ده چي رامنځته کېږي، تر دې دمخه سهار په يوه چاودنه کي د والي په ګډون د خوست څو چارواکي ټپيان سوي وو.
بلي خواته د خوست په ګاونډ ولايت پکتيا کي هم ځانمرګى بريد سوئ، چي د پارلي په نوم د پوليسو د يوه مشر او ملګرو په ګډون يې لس تنه وژلي او ٣٠ تنه ټپيان کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دواړو ځانمرګو بريدونو مسئوليت پر غاړه اخيستئ او وايي هدف يې افغان پوليس وو.