کور / تازه خبرونه / پکتيا: ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله واړوله

پکتيا: ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله واړوله

د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کي ځانمرګى بريد سوئ چي د لومړنيو راپورونو له مخي لس تنه يې وژلي او نيژدې ٢٠ يې ټپيان کړي دي.
د پکتيا امنيه قومندان وايي ځانمرګى نن ماځيګر پر څلورنيمي بجې د صرافۍ په يوه مارکېټ کي سوې چي درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د پکتيا امنيه قومندان عزيزوردګ وايي د بريدکوونکي هدف ظاهراً افغان امنيتي ځواکونه وو، خو ملکي کسانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
په وژل سويو کسانو کي د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ مشر قومندان پرلي هم وژل سوئ دئ.

د پکتيا حمله پر داسي مهال کېږي چي نن يې په ګاونډي ولايت خوست کي د والي او څو تنو رئيسانو او دوو ژورناليستانو په ګډون څو تنه په يوه چاودنه کي ټپيان سول.
د خوست چارواکي وايي د سرپرست والي طاهرخان صبري په مشري مياشتنۍ اداري غونډه روانه وه چي چاودنه رامنځته سوه.
بلي خواته د افغانستان ملي امنيت په خوست ولايت کي د دوو ځانمرګو د نيولو او يوه د وژلو خبر ورکړئ. د ملي امنيت خبرپاڼه وايي دغه کسان يې پرون په خوست ولايت کي نيولي دي.