د امریکا پوځی ورځپاڼه ( آرمی ټایمز ) د متقاعد جنرال « بېری مک کیفری » په حواله خبر ورکوی چی په راتلونکی دوبی کی به امریکایان په افغانستان کی د میاشتی تر پنځه سوه پوری پوځیان د لاسه ورکوی . دغه جنرال چی اوس په ویسټ پاینټ پوځی اکاډیمۍ کی پروفیسور او د نړیوالو چارو د مضمون درس ورکوی ، وویل چی زه د مسؤلیت له مخی دا خبردارﺉ ورکوم چی په دوبی کی به زموږ پوځی تلفات په افغانستان کی هره میاشت ۳۰۰ الی ۵۰۰ وی ( وژل سوي او ژوبل سوي ) او هره میاشت به زموږ پوځی مصارف هلته د پنځو بلیونو ډالرو څخه تر لس بلیونو ډالرو پوری وی .
په افغانستان کی د ۲۰۰۹ د ډسمبر تر شلمی پوری ( په نوموړي کال کی ) ۳۰۵ امریکایی پوځیان وژل سوي خو د زخمیانو په شمول دا تلفات ۲۱۰۲ ته رسیږی چی اکثریت یې بیا وظیفې ته نه دي حاضر سوي . دغه جنرال وایی چی زما پیش ګویی هلته د اوضاع د تحلیل او د طالبانو د زیاتېدونکي هوډ او کلک عزم څخه سرچینه اخلی .