د مصر په کينه ولايت کي نامعلومو وسله والو پر يوه کليسا حمله کړې چي له امله يې اووه عيسويان وژل سوي دي.
د ورجن مرسي په نوم د دغه کليسا پادري وايي وسله وال تر حملې وروسته په يوه موټر کي تښتېدلي دي. بلي خوا ته د مصر د کورنيو چارو وزارت د دغه حملې تصديق کړئ او وايي دا پېښه له هغه جنجال سره تړلې چي يوه عيسوي هلک پر يوې مسلماني يوولس کلني نجلۍ تېرى کړئ وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه