د يمن حکومت په خپله خاوره کي امريکا ته د اډې جوړولو اجازه ورکړې ده.
په لوېديځو مطبوعاتو کي راغلي چي د يمن حکومت د القاعدې پر ضد عملياتو کي ناکامه سوئ دئ او همدا علت دئ چي په سوکوټا جزيره کي يې امريکا ته د پوځي اډې د جوړولو اجازه ورکړې ده، خو د يمن خلګو ته به يې وروسته په ډاګه کړي.
په يمن کي چي له وروستيو مياشتو راهيسي حالات خراب سوي، امريکا يې علت په افغانستان، پاکستان او عراق کي د القاعدې ماته بولي او وايي د دې ډلو غړو يمن ته مخه کړې ده.
تېره اونۍ په لوېديځو مطبوعاتو کي داسي راپورونه هم راغلل چي ګني امريکا په دې بهانه پر يمن باندي پوځي يرغل کوي، خو وروسته امريکايي چارواکو وويل دوى نيت نه لري چي په منځني ختيځ کي د جنګ دريمه جبهه هم پرانيزي.