د هندوستان د کمونيست ګوند مشهور مشر جيوتي باسو د سختي ناروغۍ له کبله په بېهوښه حالت کي پروت دئ او په مصنعوي تنفس پايي.
جيوتي باسو د هندوستان د کمونيست ګوند هغه مشر دئ چي له ٢٣ کالو راهيسي د لوېديځ ايالت بنګال انتخابي وزيراعلى پاته سوئ دئ.
نوموړى د هندوستان د سياسي کړيو په منځ کي خاص مقام او په ولس کي د خپلو اصلاحاتو، خدمت او زړه سوي له وجي ځانګړى محبوبيت لري.
ډاکټران وايي د چهارشنبې په ماښام د جيوباسو حالت ښه سو، خو سهار بيرته خراب سو، چي اوس د ډاډ وړ نه دئ.
جيوتي باسو په ١٩١٤ کال زېږېدلئ، په ١٩٣٠ کال يې په لندن کي د حقوقو پوهنځي لوستې، چي له تيرو ٢٣ کالو راهيسي يې د بنګال ايالت د منتخب وزيراعلى په توګه څو ځله پرله پسې انتخابات ګټلي دي.
د هند حکومت وايي جيوتي باسو د نړۍ يوازنى کمونيست سياستوال دئ چي د انتخاباتو له لاري يې دونه اوږده واکمني کړې ده.