د عراق په لوېديځ ولايت انبار کي پنځو جلا جلا چاودنو اته تنه وژلي دي.
د عراق د کورنيو چارو وزارت ويلي دغه چاودني د انبار له مرکز رمادي څخه اووه کيلومتره ليري رامنځته سوي چي قربانيان يې ټول دولتي پوليس او د هغوى د کورنيو غړي دي.
د عراق حکومت وايي په وژل سويو اتو تنو کي د ترهګرۍ خلاف جنګ د ځايي پوليسو مشر ډګرمن وليد، د هغه مېرمن، مور او يو زوى هم شامل دئ.
نوري چاودني هم په شاوخوا سيمه کي د پوليس افسرانو د کورونو مخته سوي دي.