په افغانستان کي د ګلبدين حکمتيار په مشري د اسلامي حزب جنګياليو د ١٤ امريکايي پوځيانو د وژني ادعا وکړه.
د حزب اسلامي يوه وياند په پېښور کي خبريالانو ته ويلي دغه امريکايان يې په دوو جلا جلا پېښو کي د کنړ په ولايت کي وژلي دي.
د وياند په وينا د کنړ ه بارکنډي سيمه کي يې شپږ امريکايي عسکر او په اندرګوش کي يې اته امريکايان وژلي دي.
د اسلامي حزب د دې ادعا په هکله تر اوسه ايتلافي ځواکونو څه نه دي ويلي، خو د همدې ګوند جنګياليو په ٢٠٠٨ کال په سروبي ولسوالي کي پر يوه حمله کي ١٥ فرانسويان وژلي وو، چي دا تر ٢٠٠١ کال وروسته پر يوه وخت په افغانستان کي د بهرنيو پوځيانو تر ټولو غټ شمېر تلفات وو.