کور / تازه خبرونه / ننګرهاريان: مرګ پر امريکا شعارونه روان دي

ننګرهاريان: مرګ پر امريکا شعارونه روان دي

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي نن دوهمه ورځ هم د امريکا او افغان حکومت پر ضد د مرګ شعارونه ورکوي او له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو غوښتنه کوي.
د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکو وروسته له هغه مظاهرو ته لاس واچاوه چي پرون په دغه ولسوالي کي يوې چاودني پنځه کسه مړه او ٤١ ټپيان کړل.
د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي دغه چاودنه له سيمي څخه بهرنيو ځواکونو د يوه لاسي بم په وسيله کړې، خو حکومت او بهرنيان دغه ادعا ردوي.
بلي خواته حامد کرزي سيمي ته د اسدالله وفا په مشري يو پلاوى لېږلئ چي د پېښي څرنګوالى وڅېړي.
د روداتو قهرېدلو اوسېدونکو د کابل او جلال آباد لويه لاره هم د ټرافيکو پر مخ بنده کړې ده.