د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د کابل پر ښار راکټي حمله سوې چي درې تنه يې ټپيان کړي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په ټپيانو کي يوه ښځه او دوه ماشومان دي چي پر کور يې راکټ لګېدلئ دئ.
د کورنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کي ويلي چي دوه راکټونه پر ولسي هستوګنځايونو او يو هم په يوه ميداني کي بېله چاودني رالوېدلئ دئ.
د پېښي په هکله پلټني شروع سوي خو نه يې دولت پر چا پړه اچولې او نه يې هم تر اوسه چا مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه