کور / تازه خبرونه / په چين، برتانيه او امريکا کي د واورو اورښت دوام لري

په چين، برتانيه او امريکا کي د واورو اورښت دوام لري

د چين حکومت وايي په پلازمېنه بيجينګ کي د سختو واورو تر اورېدو وروسته حکومت په دې توانېدلئ چي لاري پاکي کړي او خلګو ته د تګ راتګ زمينه برابره کړي.
د حکومت په وينا له تيري اونۍ راهيسي په مرکز بيجينګ او نورو ښارونو کي له دې امله عامه کاروبار په ټپه درېدلئ و، خو اوس کرار کرار اوضاع مخ پر سمېدو ده.
بلي خواته د برتانيې حکومت هم ويلي په دغه هيواد کي د واورو تر اورېدو وروسته پر سړکونو ټرافيک ليدل کېږي، په داسي حال کي چي تېره اونۍ ټولي لاري بندي وې او عامه ژوند ګډو وډ وو، خو د امريکا په ايلوزينا او ټکساس ايالتونو کي لا اوس هم واوره اورېږي چي پر ځينو سيمو تر څلور فټه ډېره واوره اورېدلې ده.
د ايروزينا ايالتي حکومت وايي په ليري پرتو او وروسته پاتي سيمو کي خلګ د يخ له وجي له سختو ستونزو سره مخ دي، خو د ژغورونکي عملې مرستي سيمو ته لېږل سوي دي.
د تېر کال د ډسمبر په مياشت کي چي په اروپا او امريکا کي د واورو اورېدل پيل سوي، تر يوې مياشتي ډېر وخت يې دوام وکړ او د ١٥٠ په شاوخوا کي کسان يې ووژل.