د خوست په وژل سويو اتو امريکايي استخباراتي مامورينو کي دوه د بلاک وآټر په نوم د شخصي امنيتي کمپنۍ لوړ پوړي غړي وو.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي دغه دواړه مامورين په په سرحدي سيمو کي د طالبانو پر ضد د نويو عملياتو په ترتيب بوخت وو چي په نښه سول.
د خوست ځانمرګي بريد چي ويل کېږي د اردن تبعه همام الخليل ترسره کړئ، امريکايانو ته يې سخته ضربه ورکړه.
پرون د امريکا استخباراتو وويل چي همام الخليل درې مخى جاسوس وو، چي پر يوه وخت يې د اردن، امريکا او القاعدې سره کار کاوه.