کور / شعر / ګيله اوزاري

ګيله اوزاري

شنـــډو د مســـكا وركه كړه څــــه د اورېـــــدلي
دي تــا پـــه څـــه ګنـــاه نن ددرتګ ورونـــــه تړلي دي

درغلم پــــاره ګــــرېوان پـــروا د رسوايي نــــــكړم
نور مې د زغم كلـــي او برجـــــونــــه نــــړولي دي

څانګو يې غوټۍ كړې وې ګل پــــه ټوكېـــــــــــدلوؤ
هجـــــرمې د زړه ټول امېـــــــدونــــــــه رژولي دي

ولې يې سنـــګدلـــه څومره نوره بــــه پــــه ظلم ځې
زلفو خو دې اوس هم قطـــار زړونــــه ځــړولي دي

موم غوندې مې څومره نور په سرو سكـروټو اړوې
ما پـــــه ننـــــواتي لپې اوښــــــكې در لېــــــګلى دي

نه دې سوزي زړه پــه هېچا خوند له ځورېــدو اخلې
ستــرګې دې پرې مالګې دوړوي شنــــډو داړلې دي

دازاري يې ومنه”همت” بــه نور څــه نـــــه غواړ
ي تشــــه دلاســـــه وركــــړه چې ډېرډېر يې ژړلي دي