په قبايلي سيمه اورکزى ايجنسي کي نامعلومو کسانو د پيرابوالحق په نوم د يوه صوفي زيارت په بمونو نړولئ دئ.
د اورکزى ايجنسي پوليټکل چارواکي بي بي سي ته ويلي دغه زيارت ته د ډېرو سيمو اوسېدونکي د دعا او مراد دپاره راتلل، چي اوس يې وداني ټوله نړېدلې ده.
د چارواکو په وينا د پيرابوالحق د کورنۍ ډېر غړي د تندلارو د بيري پېښور او اسلام آباد ته تللي او خانقا يې تړلې ده.
پر دې زيارت به هرکال د افغانستان د مزار شريف، د کندهار د باباولي صاحب او شاآغا د زيارتونو په څېر کلنۍ مېلې هم جوړېدې.
د يادوني وړ ده چي تېر کال د پښتونخوا په مرکز پېښور کي وسله والو د پښتون عارف شاعر عبدالرحمان بابا (رح) زيارت هم نړولئ وو، چي وروسته يې د وهابيانو يا سلفيانو يوې ډلي مسئوليت پر غاړه واخيست.