د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير کي د پوځ پر يوه مرکز حمله سوې چي څلور پوځيان مړه او ١١ ټپيان سوي دي.
چاودنه د جنوبي ضلعي سدهنوتي سيمي په تراړکهل سيمه کي د پوځ تر يوه مرکز دباندي ترسره سوې ده.
د تراړکهل سيمي چارواکي اشرف خان بي، بي، سي ته وويل په چاودنه کي درې پوځيان ځاى پر ځاى او يو بل په روغتون کي ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
بلي خواته د پاکستان صدراعظم د دغه حملې مسئوليت پر طالبانو اچولى او زياتوي چي هغوى دا بريد د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کي د پاکستان کاميابه پوځي عملياتو ته په جواب کي کړئ دئ.
رضا ګيلاني دا هم ويلي چي د دې حملې تر شا د هندوستان لاس دئ.