دباګرام له هوايي ډګره خپره شوې خبر پانه وايي چې په زابل ولايت کې اوه شکمن جنګيالي نيولي دي . خبرپاڼه وايي چۍ په نيول شويو کسانو کې يوه ځان دطالبانو دډلي غړى راپېژندلى دى . لراوبر ته رارسېدلې خبرپانه ليکي چې دځانګړو معلوماتو پر بنسټ يې دزابل په مرکز کلات ښار کې عمليات کړي دي ، خو دزابل ګڼو اوسېدونکو لا له وړاندي لراوبر ويپاڼي ته وويل چې نيول شوي کسان عام وګړي دي .