د کندز ولايت چارواکي وايي تېره شپه يې د ايتلافي ځواکونو سره په ګډو عملياتو کي درې طالبان او د هغوى يو ځاىي قومندان وژلي دي
د کندز امنيه قومندان عبدالرحمان حقتاش د زينهووا آژانس ته ويلي دغه قومندان بازمحمد نومېدئ چي د امريکا د ځانګړو پوځيانو سره د ګډو عملياتو په ترڅ کي يې تېره شپه په چاردره ولسوالي کي د عملياتو پر مهال وژلئ دئ.
امنيه قومندان وايي د بازمحمد درې ملګري يې ژوندي هم نيولي دي. طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.