دزابل اوسېدونکو خبر ورکړ چې دهغه ولايت په مرکز کلات ښار کې نړۍ والو سوله ساتو ځواکونو اوه کسان نيولي دي . دغه کسان تېره شپه له کورونو راايستل سوي او پوځي قرارګاه ته بيول سوي دي . په دغو کسانو کې يونت دمحمد داود ګلزار په نوم دى چې شخصي ساختماني شرکت لري . يودده ورور مشال خان دى او درې يې دولسي وګړو په وينا مېلمانه دي ، دوه نور کسان دکبير نومي له کوره بېول سوي دي خو ددوى دنيولو په اړوند لا تراوسه افغان حکومت او نړۍ والو ځواکونو څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه