د کلفورنيا ايالت په يوه هوايي ډګر کي د تلاښۍ پر مهال خطرناکه مواد پيدا سوي چي له امله يې هوايي ډګر د الوتکو پر مخ تړل سوئ دئ.
خبرونه وايي د هوايي د هوايي ډګر مامورينو په يوه دستکول کي دغه مواد د تلاښۍ پر مهال موندلي او دوى د دې موادو په خطر هغه وخت وپوهېدل چي څو تنه يې بېهوښه کړل.
بېهوښه سوي مامورين روغتون ته انتقال سوي او نيول سوي مواد د څېړنو دپاره لابراتوار ته لېږل سوي دي.
د يادوني وړ ده چي د تېر کريسميس تر ورځي وروسته چي د يوې امريکايي الوتکي د چاودلو ناکامه هڅه وسوه، امريکا په خپلو هوايي ډګرونو کي سختي تلاښۍ شروع کړي دي.