د چين حکومت وايي د کولا يا ډبرو سکرو په يوه کان کي اور بل سوئ چي ته ١٨ تنه يې وژلي او ١٢ کسه ورک دي.
د چارواکو په وينا پېښه د هنان ايالت په زيانګټن ښار کي د ډبرو سکرو په يوه کان کي رامنځته سوې چي له امله يې ١٢ تنه اوس هم ورک دي، خو ژغورونکې عمله وايي دوى هڅه کوي دغه کسان ژوندي وژغوري. د اور لګېدو علت تر اوسه نه دئ معلوم.