دنوي میلادي کال دلومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د ناټو د قواوو وياند (LT Nico Melendez) له افغان اسلامی اژانس سره دیوې اختصاصې مرکې په ترځ کې دنورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان اوپه تیره هلمند ولایت کې کې دډیرو بریالیتوبونویادونه وکړه .
ښاغلي Melendez د اژانس ددې پوښتنې په ځواب کې چې په تیر ۲۰۰۹کال کې د ايساف ډير ترکيز د هلمند په ولايت ؤ ايا هلته مو د تير2008 کال په نسبت کوم برياليتوب تر لاسه کړې دې داسې وویل :
مونږ خپلې لاسته راوړنې تر يو ځانګړي ولايت پورې نه محدودوو، مونږ نه يواځې په هلمند ، بلکې په ټول افغانستان کې ډير برياليتوبونه درلودل .
ښاغلي Melendez په خپله مرکه کې نورې هم داسې څرګندونې کړې چې له مخې یې سړي ته په افغانستان کې دناټو په شمول دټولوبهرنیوځواکونو د بریالیتوب دواقعیت ښه پته لګیدلی شي.
اوس به راشو دښاغلي Melendez دڅرګندونومصداق به په افغانستان کې دتیر۲۰۰۹ کال دپوځي پیښو په جریان کې ولټوو اوبیا به په افغانستان کې دناټو دهمدغوډیرو بریالیتوبونوپه اړه دقضاوت فیصله هم خپله ښاغلي Melendez ته پریږدو.
دتیر کال په لومړیودریومیاشتوکې دنویوامریکایي پوځیانوله رارسیدوسره سم هغوﺉ په لوګراومیدان ښار ولایتونوکې ددې په خاطر ځای په ځای کړای شول چې کابل پلازمینه دطالبانوله عملیاتو اوغلچکي بریدونوڅخه خوندې وساتي ، خوطالبان نه یواځي داچې دامریکایانو په دغو هڅوسره کمزوري نه شول بلکې تر پخوایې لازیات دکابل په ښار کې خپل پلان شوي عملیات ګړندي کړل ،کابل ښارڅه چې دارګ په څومتري کې دعدلیې وزارت په ودانۍ یې ډیراغیزمن عملیات ترسه کړل ؛ داسې عملیات چې دعدلیې ،مالیې اوافغانستان بانک لوړپوړي چارواکي اوس هم په ډاډه زړه خپلو ارګ ته نیږدي وزارتو ته دورتګ لپاره زړه نسي ښه کولای ، خودناټوځواکونوویاند دډاریدلو وزیرانودغه هیښناک حالت هم دځان لپاره په ډیرو بریالیتوبونوکې حسابوي.
همدارازدتیر۲۰۰۹ کال په سپتمبرکې دکابل ښار هوايي ډګرته په غزیدلي سرک باندې دطالبانوپه یوه تکتیکي برید کې دخواوشالسوتنوایټالوي پوځیانو وژل کیدل اوژوبل کیدل دناټوځواکونولپاره یوبل نادر بریالیتوب بلل کیږي.
همداراز دتیر۲۰۰۹ کال دنومبردمیاشتې په آخري کې دکابل په ترټولوخوندي سیمې شیرپورکې دملګروملتونوپه میلمستون باندې حیرانوونکی برید اوله هغه سره یوځای دارګ په ماڼۍ او سریناهوټل دتوغندیومسلسل ګذارونه ټول هغه انکشافات دي چې ښاغلي Melendez دناټو ځواکونولپاره دتیر ۲۰۰۹ کال د ډیرو بریالیتوبونوپه جمله کې شمیرلی دي .
له کابل نه هاخوا دهیواد په جنوبي ولایتونو خوست ،لویې پکتیا اوپکتیکا ولایتونوکې هم ناټو اوامریکایي ځواکونو دهغوﺉ دباخبره ویاند په وینا یوشمیر داسې بریالیتوبونه ترلاسه کړي چې دمتحده ایالایاتو په پوځي اواستخباراتي تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي .
هو! په همدغو سیموکې دناټواوامریکایي ځواکونوله ټولوهلوځلوسره سره طالبانو وکولای شول چې دتیر۲۰۰۹ کال دجولای په ۳ په رڼا ورځ دپکتیا ولایت دیوسف خیلو په سیمه کې له امریکايي پوځي اډې څخه مسلح پوځي عسکر وتښتوي اوتراوسه پوري یې له ځانه سره خوندي وساتي.
همداشانې دهیواد په جنوب لویدیځ زون کندهار ،هلمند ،فراه ،بادغیس ،نمروز اوهرات ولایتونوکې دناټو ځواکونویوشمیر دپاموړ بریالیتوبونو ترلاسه کړي چې دنمونې په توګه یې په هلمند ولایت کې دنومبر په میاشت کې په یوه ورځ او یواځې یوه پوځي مرکزکې د ملي اردو دغیرتي پوځي ګلبدین له لوري د ۶ انګریزي پوځیانو وژل دیادولو وړدی.
دناټو اوامریکایي پوځیانوله لوري دتیر۲۰۰۹ کال دجولای په میاشت کې په هلمند ولایت کې دپړانګ او خنجر عملیاتو تاریخي بریالیتوبونه خوهغه څه دې چې خپله ددوﺉ په اعتراف له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې یې داسې بریالیتوبونه دنړۍ په کوم بل ځای کې ندې ترلاسه کړې.
دغه عملیات چې ۷۰۰۰بهرنیو عسکرو پکې برخه لرله دهغوﺉ له پیل نه تراخیره پوري خپله دناټو په اعتراف د۱۰۰ تنه زیاتو عسکروپه وژل کیدو اوتر۱۷۰ زیاتوپوځیانو په زخمي کیدو اویواځې دبرتانوي قوواوو په ۱۲ ملیارده انګلیسي پونډه مالي لګښت سره بي له هیڅ کومې مثبتې پایلې همداسې پایته ورسیدل .
هغه پنځه ولسوالۍ چې دوﺉ یې دطالبانوله واکمنۍ څخه دایستلو په پلمه دغه پراخ عملیات پیل کړي ول لاهمداسې دطالبانو ترولکې لاندې پاتې دي اوهلمند ولایت چې تر۱۵۰۰۰ډیربهرني ځواکونه پکې میشت دي لاهم لویشت لویشت ځمکه دانګلیسي عسکرو لپاره دچاودیدونکو ماینونووژونکي تصویرونه انځوروي.
خودپړانګ اوخنجر ناکام عملیات اوپه هغه کې رامنځته شوې دسلګونوبهرنیوعسکرو مرګ ژوبله،دسلګونوشوبلو اولیږدونکو وسایطو تخریب اودطالبانوپه لاس دنیم درجن الوتکورانسکورول هم دناټو ویاند دتیرکال په ډیرو بریالیتوبونوکې تیرکړل.
دهیواد په ختیځو ولایتونه ننګرهار،کونړ ،نورستان اولغمان کې هم دناټوځواکونو داشانې په زړه پوري بریالیتوبونه لرل چې دهغوله جملې نه دنورستان ولایت دکامدیش ولسوالۍ تاریخي بریالیتوب دناټو دقواوو لپاره یوخاص حیاتي ارزښت درلود .
همداراز دهیواد په شمالي زون قندوز ،بغلان اوبلخ ولایتونو کې ناټوځواکونوتربل هروخت زیات داشاني خیالي بریالیتوبونه لرلي چې دهغوﺉ له امله یې ټوله سیمه ترخپل خیالي کنټرول لاندې راوستې.
دهلمندپه شمول دهیواد په مرکزي ،جنوبي ،شرقي اولویدیځ زون کې دناټو دځواکونو په ځاني تلفاتو برسیره دهغوﺉ سلګونو زغروالو اونقلیو وسایطوتخریب اویواځې په یوه اونۍ کې دطالبانو په لاس دپنځو جنګي الوتکورانسکورول خوهغه څه دي چې مونږ نه غواړو له ښاغلي نيكو ملينديز سره ورباندې سرخوږی وکړو.
دتیر۲۰۰۹ کال دوروستۍ مياشتې په وروستۍ ورځ په کندهار ولایت دطالبانو دکمین په ترځ کې د۵ کاناډایي پوځیانو وژل کیدل اوهمداشان دخوست په ولایت کې دامریکایي استخباراتې شبکې CIA په پوځي اډې دطالبانو حیرانونکي برید هغه څه دي چې ددغه ختمیدونکي کال په ترځ کې دجګړې ددواړولوریو دبرد اوباخت ښه په زړه پور انځور پکې له ورایه ښکاریږي.
دمشت نمونه خروار په توګه پورتني عیني واقعیتونه ټول هغه څه دي چې خپله ښاغلی نيكو ملينديز هم ورباندې اعتراف لري اوهغه یې دیوه ترخه واقعیت په حیث منلي دي خو عنادا بیاهم له دغو ټولوواقعیتونو نه سترګي پټوي اودیوه احمقانه تجاهل له مخې دغه ټول هزیمتونه دخپلو پوځیانولپاره په بریالیتوبونو حسابوي.
دلته یوه خبره دیادولو وړده اوهغه داچې ښایې دطالبانوورځ تربلې زیاتیدونکوعملیاتو په افغانستان ک دناټو دویاند په ماغزوباندې دومره اغیزه کړې وي چې دهغه حافظې اومدرکې قوې دفعالیت توازن بایللی اودصریحو تورو مانا ورته سرچپه تفهیم او بیا دهماغه معکوس تفهیم له مخې په افغانستان کې دناټو دځواکونو په منفي لاسته راوړنو د مثبتو هغو حکم کوي چې په دغه سرچپه تعبیرکې بیا ریښتیاهم ددوﺉ لاس ته راوړنې یواځې په هلمند پوري نه محدودیږي بلکې دهیواد هرکلي اوکوڅې ته دهغوﺉ لړۍ رسیدلې.
اوهغه داچې هره ورځ دناټوعسکرو له خوا بیګنا افغانان وژل کیږي ،په سپیو داړل کیږي، په نیموشپوکې دهغوﺉ په کورونو دناټوعسکر ورننوځي اوپه هغوﺉ بیرحمه بمباري کوي
هو ! هغه څه چې په واقعي توګه دناټو اوخپله شخصا د نيكو ملينديز لپاره یوه بی ساری پوځي بریالیتوب بلل کیږي اومونږ یې هم په پیښیدوکې ورسره هغه شک اوتردید نه لرو هغه په افغانستان کې دناټو په بمبارۍ کې دسلګونو بیوزله انسانانو وژل کیدل دي .
مثلا دتیر۲۰۰۹ کال دمی دمیاشتې په ۷ دناټو پرمختللیو جنګي الوتکو دامریکې دجمهور ریس بارک اوباما دنویې استراتیژۍ دپلي کولوپه رڼا اوپه افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو دوتلي قومندان جنرال ستانلي مکرستل ترلارښوونې لاندې دفراه ولایت دبالابلوک سیمه په نښه اوپه ډیروحشت سره یې په دغه وحشیانه برید کې ۱۲۵ تنه بیګناه ماشومان،تورسری اوسپین ږیری انسانان دژوند له نعمته بي برخې کړل .
همداراز دتیر۲۰۰۹ کال دسپتمبر دمیاشتې په ۴ دناټو هوایي ځواکونو په یوه بل پوځي اقدام کې دقندوز په ولایت کې دولسي خلګوهغه ګڼه ګونه چې له لیلام سویوټانکرونوڅخه دتیلو دوړلو په خاطر جوړه شوې وه په دومره ماهرانه اندازسره په نښه کړه چې هالته دلیلام شویو تیلو لپاره راټول شوي ۱۲۰ تنه بیوزله افغانان یې فقط د څوبمونو په راغورځولوسره ټول دتیلو اوبارتو داورخوراک کړل .
نوښایې دناټودویاند ښاغلي لیفټانټ نيكو ملينديز په مرکه کې یادشوي ډیر بریالیتوبونه به همدغه بریالیتوبونه وي چې دهیواد په ټولو ولایتونوکې دهرې ورځې په جریان کې دهغوﺉ دپوځیانو له لوري ترسره کیږي .