کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې موقته رخصتي اعلان کړه

ولسي جرګې موقته رخصتي اعلان کړه

ولسي جرګې د ولسمشر حامد کرزي د پروني فرمان سره موافقه وکړه، خو وايي تر هغه وخته به رخصتي وکړي چي ولسمشر د رد سوو وزيرانو پر ځاى نور ورته معرفي کوي.
د افغانستان ولسمشر پرون د يوه فرمان په صادرولو پر ولسي جرګې ږغ وکړ چي ژمنۍ رخصتۍ دي تر هغه وخته وځنډوي چي د کابينې مسئله حلېږي.
بلي خواته د ولسي جرګې رئيس محمديونس قانوني ويلي ولسمشر کرزي ډاډ ورکړئ چي د بهرنيو چارو د وزير په ګډون به د کابينې پاته ١٨ وزيران د شنبې تر ورځي ورته معرفي کړي.
د افغانستان ولسي جرګې د جنوري پر دوهمه د حامد کرزي له خوا وړاندي سوي کابينې ته رايه ورکړه، چي له ٢٤ څخه اوو تنو ته يې د باور او ١٧ تنو ته د نه باور رايي ورکړې.