د پاکستان د سند ايالت په مرکز کراچي ښار کي د بېنظيربوټو د دوهم تلين په وياړ د باکسينګ په ټورنمنټ کي نهو باکسرانو پر يو ځاى ايمان راوړى او په اسلام مشرف سول.
د مسلمانو سويو باکسرانو شپږ د مرکزي افريقا او درې د کامرون هيواد اوسېدونکي دي.
دوى مطبوعاتو ته ويلي د مسلمانانو له ښو اخلاقو څخه متاثره سول او خپل هيواد ته له ستنېدو سره سم به په پوره ډول له اسلامي اصولو څخه ځان خبروي او د ژوند په هره برخه کي به يې عملي کوي.
د يادوني وړ ده چي تر دغو باکسرانو دمخه د باکسينګ دوه نړيوال اتلان محمدعلي کلې او مايک ټايسن هم په اسلام مشرف سوي وو. هغوى دواړه د امريکا اتباع دي.