تېره اونۍ په افغانستان کي د اردن يو پوځي د طالبانو له خوا ووژل سو، چي پرون يې مړى د اردن هيواد ته ورسېد.
شريف علي بن زيدال د ادردن د پاچا عبدالله د اکا زوى وو، چي نوموړي د اردن په هوايي ډګر کي د ملکې رانيه او وليعهد حسين سره مخي ته وروتلئ وو.
پاچا عبدالله د شريف زيدال د مړي تر ليدو وروسته وويل دى په افغانستان کي د بشري حقونو د اعادې په کارونو بوخت وو چي د نامعلومو کسانو له خوا ووژل سو.
اردن په افغانستان کي نيژدې ١٠٠ تنه عسکر لري چي د امريکايي ځواکونو تر قوماندې لاندي د طالبانو سره جنګېږي.