ولسي جرګې ته د نويو نوماندو وزيرانو ورپيژندنه او له همدې سره په تړاو كې د ژمنيو رخصتيو د ځنډولو لپاره له ولسي جرګه نه د ولسمشر كرزي غوښتنه په كابل كې د خپريدونكو ورځپاڼو مهم سرليكونه جوړوي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې تر دې سرليك لاندې، چې ولسي جرګې ته نوي نومانده وزيران به په لنډه موده كې ورپيژندل كيږي، د ژمنيو رخصتيو د ځنډولو لپاره د ولسمشر د فرمان په اړه د وكيلانو ترمنځ د نظر اختلافاتو ته كتنه كړې.
ورځپاڼې په دوام كې د اساسي قانون د ۱۰۷ مادى په استناد ليكلي، چې دا د ولسمشر حق جوړيږي، چې د رخصتيو په ورځو كې د شورا فوق العاده غونډه راوبولي.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې د ولسي جرګې لخوا د نوى كابينې د اوولسو غړو رديدو ته په اشارې د فرانسې د خبري اژانس د يو څيړنيز رپورټ په استاد ليكل شوي، چې ولسي جرګه د سياسي بلوغ په لور روانه ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه شته شكايتونه څيړلي او په ولسي جرګه كې ددې لانجې پورته كيدو ته په اشارې ليكلي، چې ددې ټولو ستونزو جړ د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون بهرني غړي دي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د لندن د غونډې په درشل كې د ولسي جرګې لخوا د نوى كابينې د لوى برخې ردول زيان اړوونكې بللې او ليكلي، چې له دې سره د لندن په غونډه كې د افغانستان دريځ خورا كمزورې كيږي.
ورځپاڼې په دوام كې د ولسي جرګې د ژمنيو رخصتيو د ځنډولو په اړه د ولسمشر كرزي فرمان ته په اشارې ليكلي، چې د هيواد ملي ګټې حكم كوي، چې ولسي جرګه خپلې رخصتۍ وځنډوي او د ولسمشر نويو نومانده وزيرانو ته د باور راى وركړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د كابينې د تيرى ورځې غونډې ته ځانګړې كړې، چې پكې د لندن د راتلونكې غونډې لپاره د تياريو بهير و ارزول شو.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا تر دې سرليك لاندې، چې لومړۍ رايه بيا رخصتۍ، د ولسمشر كرزي په فرمان بحث كړې او د هغې په اړه د قانوني دلايلو د وړاندې كولو ترڅنګ يى د وكيلانو دا غوښتنه هم راخستې، چې ولسمشر بايد دا ځلې سم او وړ كسان دوى ته وروپيژني.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د يو غښتلي دولت د جوړولو په موضوع بحث كړې او ليكلي، چې دا كار هله ممكن دې، چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د افغانستان په كورنيو چارو كې خپله لاس وهنه بنده كړي.
ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه په يو بل سرليك كې د ملګرو ملتونو په حواله ليكلي، چې د لندن غونډه بايد په افغانستان كې د دولت د پياوړې كولو لپاره يوه ژمنه اوسي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې د دولتي مامورينو په تنخواو كې د انډول د رامنځ ته كولو لپاره د ولسمشر كرزي په وروستي حكم تبصره كړې او هغه د اداري فساد پر ضد د مبارزې يو بل ګام بللې دې.
خو اصلاح بيا د ولسمشر كرزي د همدې اقدام په اړه پخپله سرمقاله كې ليكلي، خلك پدې باور دې، چې كه د ښاغلي كرزي حكم په عمل كې پلې شي نو دا به نه يوازې د اداري فساد پر ضد يو ګټور ګام وي بلكه دا به د نظام جوړونې په برخه كې هم اغيزمن ګام وي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې له ازادو رسنيو سره په بهرنيو مرستو، چې د ورځپاڼې په وينا تر ډيره د دوى د سياستونو د پلي كولو په هدف كيږي تبصره كړې او هغه يى په افغانستان كې د ازادو رسنيو د ودې په وړاندې يو ستر خطر بللې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه چيرې رښتيا هم بهرني هيوادونه په افغانستان كې د بيان او رسنيو له ازادۍ نه ملاتړ كوي او غواړي له هغوى سره مالي مرسته وكړي نو كولې شي خپل فعاليتونه له افغان دولت سره همغږي كړي.
ورځپاڼې خپل نننې كارټون هم همدې مسئلې ته ځانګړې كړې او پكې دا ښودل شوې، چې له رسنيو سره بهرنۍ مرستې په هيواد كې د هغوى د كلتور د خپراوي اسباب برابروي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې د ولسي جرګې د ژمنيو رخصتيو د ځنډ په اړه د ولسمشر كرزي په فرمان بحث كړې او پدې اړه يى يو كارټون هم خپور كړې، چې پكې د رخصتيو د ځنډ لامل ښودل شوې.
په ورځپاڼه كې دا هم ليكل شوې، چې د نومانده اوولسو وزيرانو رد د لندن د غونډې لپاره يو ګواښ او د افغانستان له مشرتابه نه يو ملاتړ دې.
ورځپاڼې د ولسي جرګې لخوا د نوى كابينې د نومانده وزيرانو د يوى لوى برخې رديدو ته په اشارې ليكلي، چې له ملي شورا سره ټكر او نړيوالې ټولنې ته حساب وركول په راتلونكو پنځو كلونو كې د افغان ولسمشر په وړاندې پراته دوه سترې ننګونې دي.