اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی خبر ورکوی چی په ۲۰۰۹ کی ۱٫۴ ملیونه امریکایان ( چی شخصی کمپنۍ او کاروبارونه لری ) ډیوالي او مفلس سوي دي چی دا د ۲۰۰۸ کال په نسبت ۳۲٪ زیاتوالی ښیًی او په تاریخ کی سارﺉ نه لری . راپور وایی چی صرف په تیر ډسمبر کی ۱۱۶۰۰۰ کسان ډیوالي سوي دي چی دا د تیر کال د ډسمبر په پرتله ۲۲٪ ډیر دی . کارپوهان د دې ورشکستګۍ اصلی علتونه سود ، بېکاري ، د پورونو ډېرښت او د عاید لږښت بولی او ګومان نه کیږی چی دا ملا ماتونکې څپه دې ژر رفع سی .