کور / تازه خبرونه / اسرييل په مصر كي د خپل يو دينى مشر كليزه لمانځي

اسرييل په مصر كي د خپل يو دينى مشر كليزه لمانځي

لسګونو اسرييلي وګړو د مصر په لوديځ ولايت د د ميتوه په قريه كي چي 170 كيلو مټره د پلاز ميني قاهري نه په واټن كي پرته ده د يعقوب ابو حصيرى د كليزي مراسم پيل كړې .
يواځې پرون 290 اسراييليان د قاهرى هواي ډګر ته را رسيدلي وو چي بيا د بسونو له لاري دميتوه قري ته وليږديدل.
د دغي سيمي حلك وايي ابو حصيري يو يهودى خاخام ( يهودى ديني عالم ) وو چي په المغرب كي زيږيدلي وو او سوريه ته را كوچ شوي وو چي په 1880 ع كال المغرب ته د ستنيدو په لار كي دلته مړ او خښ شوو .

اسراييلو ته په مصر كي د ابو حصيري د كليزى لمانځلو اجازي ډيرسياسي ګوندونه په قهر كړي لكه حزب ناصرى..حزب التجمع ..حزب الغد ..حركت كيفايه ..او اخون المسلمين …او هو ديني كړيو دغه كار غندلي دي .

د اسرييلو ورځپاڼي وايي د مصر ولسمشر حسني مبارك تيره سي شنبه په قاهره كي د اسرييلو د لومړې وزير نتنياهو سره په ليدنه كي د اسراييلو دغه غوښتنه ومنله .
مصر او اسراييل په 1973 ع كال كي د سولي تړون لاس ليك كړې وو له همغه وخته اسرييلو د ا غوښتنه كوله .