د روان کال د ډسمبر په ۲۷ نېټه د برتانیې په لندن ښار کې د یو شمېر افغان ځوانانو په نوښت د افغان ځوانانو ټولنه جوړه شوه. یو شمېر افغان ځوانان د یکشنبې ورځ د لندن په رویال فستیوال هال کې سره را ټول شول او دا مرستندویه ټولنه یې پیل کړه.
د ځونانو دا ناسته چې څه د پاسه پنځه ساعته اوږده وه د ټولنې دپرانستنې په اړتیا وغږېده. ګډونوال ځوانان سره سلا ؤ چې د داسې یو ې ټولنې شتوالی اړین دی چې په هېواد دننه او د باندې د افغان ځوانانو لپاره د یو منځي په توګه کار وکوي .
د ناستې ګډونوال په دې باور ؤ چې په هېواد کې دننه او بهر افغانانو کې ډېره ځوانه انرژي موجوده ده خو د ځوانانو داسې یوه ټولنه نشته چې د دې ځواک د ښې کارونې او تنظیم لپاره کار وکړي. ناستې تکل وکاوه چې د داسې یوې ټولنې د سازولو لپاره کار وکړي چې د ځوانانو په مټ وچلیږي او ځوانانو لپاره کار وکوي. غونډې دا هم سره ومنله چې د افغان ځوانانو ټولنه به د افغانستان په کورني او باندني سیاست کې څرګند دریځ لري خو د یو سیاسي لوري په توګه به کار نه کوي.
د ټولنې غړي ځوانان واک لري چې د هر بل سیاسي ګوند غړیتوب ولري خو چې د افغانستان د ملي ګټو او د ټولنې د بنسټیزو ادونونه چې په منشور کې به ورته څرګنده اشاره شوي وي تېرغمی ونه کوي.
ټولنه به ډېر کار په علمي ، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې افغان ځوانانو سره په اوږه ورکولو کې کوي. او په یادو شوو ډګرونو کې به د ځوانانو تر مینځ همغږی پیدا کوي.
ناستې د افغان ځوانانو د ټولنې بنسټواله ډله په لاندې توګه وپېژندله:
حنیف الکوزی
ډاکټر خسرو سنګروال
یونس خان
سمسور فیض
شاهپور ابراهیم
پامیرخان
مسعود الکوزی
د ناستې په پایله کې یو شمېر ځوانانو ته دنده ورکړل شوه چې د ټولنې د تګلارې په لیکلو، په بېلابېلو مراجعو کې د ټولنې د ثبتولو ، د ټولنې د مطبوعاتي څانګې د جوړولو په برخه کې کار پیل کړي او د ټولنې راتلونکې ناستې ته رپوټ ورکړي. د ټولنې راتلونکې ناسته به د نوي زیږدي کال په دویمه اونۍ کې وي او هغه افغان ځوانان چې د دې بهیر سره مینه ولري د ډله اییزو خپرونو له لارې به خبر شي. تمه ښکاره شوه د راتلونکې ناستې په ترڅ کې د افغان ځوانانو ټولنې د تګلارې لنډیز خپور کړي.
د يادوني وړ ده چي د انګلستان په پلازمېنه کي بېلابېلي ټولني وخت ناوخت د خپل فعاليت ږغ پورته کوي چي د ځينو په وينا ښايي شمېر يې لسو ته ورسېږي ، يوه لندن مېشتي افغان ليکوال او ژورناليست چي نه يې غوښتل نوم يې ياد سي په لندن کي د زياتو ټولنو جوړېدو لامل د افغانانو تر منځ د بېلتون نښه وبلله ، نوموړي دنيوکي په ډول وويل چي دغسي بېلابېلي ټولني که پرونۍ خبري هېري کړي او د کلتوری ودي لپاره لپاره يو غښتلی فرهنګي مرکز جوړ کړي ګټه به يې هم په لندن کي مېشتو په لسګونو زرو افغانانو ته ورسیږي او هم به د هيواد د راتلونکي لپاره مهم پرمختګونه وکړای سي .