جمهور رئيس حامد کرزي نن د دوشنبې په ورځ امر وکړ چي ولسي جرګه دي تر هغو رخصتي نه کوي، تر څو يې نوي کابينې ته رايه نه وي ورکړې.
ولسمشر کرزي پر ولسي جرګه د ژمنيو رخصتيو د ځنډ ږغ پر داسي مهال کړئ چي ولسي جرګې تر دې دمخه هم نيژدې يوه مياشت خپلي رخصتۍ وځنډولې.
ولسي جرګې دوې ورځي دمخه د حامد کرزي له خوا د وړاندي سوو ٢٤ وزيرانو څخه ١٧ رد کړل، چي ښايي په راتلونکو لنډو ورځو کي ولسمشر کرزى نور کسان ورته معرفي کړي.