کور / تازه خبرونه / د طالبانو ځايي قومندان ونيول سو

د طالبانو ځايي قومندان ونيول سو

د افغانستان ملي امنيت خبر ورکړ چي د طالبانو يو سيمه ايز قومندان يې نيولئ دئ.
د ملي امنيت رياست وايي د محمدايوب په نوم يې د پکتيکا ولايت په يحيى خيلو ولسوالي کي د طالبانو يو ځايي قومندان نيولئ دئ.
د ملي امنيت رياست وايي محمدايوب د سيمي په وسله والو بريدونو او د ماينونو په ايښولو کي لاس درلود. خو طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.