د برتانيې حکومت وايي په يوه کور کي د ګيس د چاودني له امله ١٢ تنه ټپيان سوي چي د دوو حالت د اندېښنې وړ دئ.
پوليس وايي پېښه د انګلش ټاون په يوه بلاک کي رامنځته سوې چي له امله يې وداني ټوله نړېدلې ده.
تر پېښي وروسته سيمي ته ژغورونکي ډلي رسېدلي او همدا راز پوليس وايي د پېښي د څرنګوالي په هکله يې څېړني پيل کړي دي.