د هندوستان په شمالي ايالت اتراپردېش کي د يخ له کبله ٢٠ کسه وژل سوي دي.
چارواکي وايي په سيمه کي د هوا د يخوالي درجه منفي پنځو ته رسېدلې چي له امله يې شل کس مړه سوي دي.
د اتراپردېش ايالتي حکومت وايي وژل سوي کسان ټول هغه غريب – بې کوره خلګ دي چي د سړک پر غاړو ژوند کوي، خو زياتوي چي تر پېښي وروسته د چارواکو له خوا د خېمو او توسانو مرسته وسره پيل سوې ده.
بايد وويل سي هندوستان چي نيژدې ١٢٠٠ ميليونه نفوس لري، او نن سبا د نړۍ په غټو اقتصادي هيوادونو کي راځي، خو د عوامو ٥١% فيصده خلګ يې تر فقر هم په ټيټه درجه کي ژوند تېروي.