کور / تازه خبرونه / کندهار:په ترافيکي پېښې څلور تنه مړه او اته تنه ژوبل شول

کندهار:په ترافيکي پېښې څلور تنه مړه او اته تنه ژوبل شول

د کندهار دولتي چارواکي وايي چې پښه پرون ناوخته د کندهار او سپين بولدک ولسولۍ په لاره کې رامينځ ته شوه.
دې چارواکو په وينا د ترافيکي پښه د يو مني او باروړنکي موټر ترمينځ د تيز رفتارۍ له امله پښه شوه.
باروړنکي موټر او مني يو بل سره مخامخ وجنګيدل چې په ترڅ کې څلور تنه مړه او اته نور ټپيان شول.
د يادونې وړده چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.